د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: افغان مهاجرینو ته تابعیت ورکوم


د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په پاکستان کې افغان او بنگالي مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم وینا د پاکستان مختلفو ټلویژني چیلنونو په مستقیمه توگه خپره کړه. عمران خان پدغه وینا کې د کراچۍ د امنیت او پاکوالې لپاره د یو لوی پلان اعلان وکړ.

عمران خان پخپلو خبرو کې د نورو ملکونو مثال ورکړ او ویې ویل هغه افغانان او بنگالیان چې ماشومان یې دلته لوی شویدي، دلته ځیگیدلي دي، هغوي ته به مونږ تابعیت ورکوو. هغه وویل "د نړۍ په هر هیواد کې دا کار کیږي، په امریکا کې چې یو ماشوم پیدا شي هغه ته پاسپورټ ورکول کیږي، نو مونږ دومره ظلم ولې کوو، دا هم انسانان دي. دوي ولې دومره محرومه ساتل شوې دي."

عمران خان وویل چې په ټولنې کې د ظلم خپلې بدې پایلې لري، هغه وویل "په کراچۍ کې دوه نیم لکه بنگالیان او (په لکونو ) افغانان اوسیږي, هغوي ته پاسپورټونه او تذکرې نه ورکول کیږي. نو ځکه هغوي ته روزگار نه ورکول کیږي،که کارونه پیدا کیږي نو شاقه کارونه او ډیرې کومې پیسې ورته ورکول کیږي. لدې کبله په کراچۍ کې یوه محرومه طبقه پیدا شویده او هم د دغه مجبوریت له وجې خلک جنایتونه کوي."

ښاغلی خان چې د صدراعظمۍ ترڅنگ د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مشري هم کوي، وویل چې دا کار به زما لمړیتوب وي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره اداره وایي چې دا اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا د یوې نیم ملیونو پورې افغانان چې نومونه یې ثبت دي، ژوند کوي خو د پاکستان چارواکي وایي چې د قانوني او غیر قانوني مهاجرینو شمیر د دریو نه واخله د څلورو ملیونو پورې دی.

د یادونې وړ ده چې د تیرو څو کلونو په مودې کې د پاکستان د حکومت د فشار نه وروسته په لکونو افغانان بیرته افغانستان ته تللې دي

عمران خان د انتخاباتو د گټلو نه وروسته په خپله لمړنۍ وینا کې ویلي و چې د افغانستان سره ازاد سرحد غواړي چې خلک په ازادانه توگه تگ راتگ وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG