د لاس رسي وړ اتصالات

یوه پاکستانۍ خبریاله د عمران خان د موټر لاندې شوې او وژل شوې


په پاکستان کې یوه خبریاله چې غوښتل یې هغې لارۍ موټر ته وخیژي او د پخواني صدراعظم عمران خان سره مرکه وکړي، چې ښاغلی خان پکې پایتخت اسلام آباد ته روان و، د موټر لاندې شوې او ځای پر ځای وژل شویده.

یو بل خبریال قذافي بټ چې دا پیښه یې پخپلو سترګو لیدلې، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د صدف نعیم په نامه خبریاله چې ۴۰ کاله عمر یې درلود، کوښښ کاوه چې د عمران خان لارۍ ته پورته شي خو خپله موازینه یې د لاسه ورکړه او په سړک تر رالویدو وروسته یې سر د لارۍ د ټایر لاندې راغی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم چې عمران خان یې مشري کوي، دا پیښه تائید کړې.

د همدې پیښې له کبله عمران خان پایتخت اسلام آباد ته خپل "اوږد لاریون" وځنډاوه.

عمران خان غواړي د همدې لاریون د لارې د پاکستان په فدرالي حکومت فشار راوړي چې د ټاکلي وخت څخه وړاندې انتخابات وکړي.

پخواني صدراعظم اوږد لاریون د لاهور څخه پیل کړ او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ اسلام آباد ته ورسیږي.

عمران خان ددې خبریالې په مړینې خفګان ښودلی.

هغه په ټویتر کې لیکلي، " په هغې ناوړې پیښې په ژوره توګه خفه شوم او ټکان مې وخوړ چې نن زمونږ په لاریون کې د ۵ چینل خبریالې صدف نعیم د مړینې سبب شو".

پیښه د ګوجرانواله ښار سره نږدې شوې چې د اسلام آباد څخه ۲۲۰ کیلو مټره لیرې دی.

عمران خان غواړي اسلام آباد ته په لارې غونډې وکړي او د خپل لاریون لپاره ملاتړي پیدا کړي.

د کرکټ دغه پخوانی ستوری چې د روان کال په اپریل میاشت کې د پاکستان د پارلمان له خوا د نه باور د رای په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړای شو، په ټول پاکستان کې پراخې مظاهرې پیل کړي او په هیواد کې یې د وخت دمخه انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان حکومت لا دمخه په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او په لویو لارو کې یې په سلګونو کانټینرونه د مظاهره چیانو او په حکومتي دفترونو د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړي دي.

تر دې وړاندې د روان کال په مې میاشت کې هم په ورته مظاهرو کې د عمران خان او د پاکستان د اوسني حکومت د پلویانو ترمنځ نښتې شوې وې.

دا مظاهرې په داسې حال کې پیلیږي چې د دغه هیواد واکمن ایتلافي حکومت د اقتصادي بحران سربیره د ویجاړونکو سیلابونو له امله له ستونزو سره مخامخ دی چې د هیواد یو پر دریمه برخه یې اغیزمنه کړې ده.

د پاکستان حکومت ویلي، وروستیو سېلابونو دغه هېواد ته ۳۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.

د مخکې له وخته انتخاباتو لپاره د عمران خان د ټینګار سره سره د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت ویلي دي چې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر یا نومبر کې ترسره کړي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پلان په طرحه کولو سره د خپل هېواد صدراعظم شو، خو مخکې له دې چې خپله دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان هغه د نه باور رایې له لارې بې صلاحیته کړ او د صدراعظمۍ له څوکۍ یې لرې کړ.

پاکستان د خپل تاسیس له پیل راهیسې له سیاسي کړکېچونه تجربه کړي او د دغه هېواد په ۷۵ کلن تاریخ کې هېڅ صدراعظم نه دی توانېدلی چې د خپلې صدراعظمۍ دوره بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG