د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان وایي امریکا دې د طالبانو سره خبرې وکړي


د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر، عمران خان وایي هغه د بل واده نیت لري
د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر، عمران خان وایي هغه د بل واده نیت لري

د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفه د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د اې پي سره په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې امریکا ته پکار ده، د طالبانو سره خبري وکړي.

عمران خان د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتیژۍ هم نیوکې کړیدي. هغه وویل " جگړه او تشدد د مسلې حل ندی، دا ما ١٧ کاله پخوا هم ویلي دي او اوس یې بیا وایم."

عمران خان دا تور هم ولگاوه چې طالبان په افغانستان کې پناهځایونه لري او د هغه ملک نه په پاکستان بریدونه کوي. عمران خان وویل چې د ډونالډ ټرمپ لخوا په پاکستان دغه تورونو پاکستانيان په غوسه کړیدي.

د یادونې وړ ده چې عمران خان په پاکستان کې هم د حکومت نه غواړي چې د پاکستاني طالبانو سره دی خبرې وکړي. عمران خان د ٢٠١٣ کال د پارلیماني انتخاباتو نه مخکې دا هم ویلي و چې د پاکستان حکومت دې طالبانو ته دفتر ورکړي چې ورسره مذاکرات وشي.

په پاکستان کې د عمران خان دغه وړاندیز ته د سیاسي مخالفینو لخوا ډیر سخت عکس العمل ښودل شوی و او اوس ښاغلی خان یو ځل بیا دغه وړاندیز امریکا ته کوي چې د طالبانو سره دې مذاکرات وکړي.

په پیښور کې د سیاسي چارو مبصر خادم حسین وایي چې عمران خان باید په دی نه پوهیږي چې طالبان یواځي یوه ډله نه ده خو په خپل منځو کې هم په ډیرو ډلو ویشل شوي دي. هغه زیاتوي "عمران خان ځان په دی نانگاره کړېدی چې د طالبانو د مشرانو کنټرول د پاکستان په لاس کې دی . کیدای شي عمران خان غواړي د پاکستان ادارو ته ځان نژدی کړي نو ځکه هغه امریکا ته دا مشوره ورکوي چې د افغانستان په مسله دې د پاکستان سره خبرې وکړي."

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چاروکارپوه مایکل کگلمین امریکاغږ ته وویل چې طالبان غواړي چې جنگ ته دوام ورکړي نو په دې وجه به هغوي مذاکرات نه کوي. هغه وویل "د عمران خان دغه وړاندیز چې وایي امریکا دې د طالبانو سره خبرې وکړي یو ښه او معقول وړاندیز دی، ځکه چې مونږ د تیرو څو کلونو راهیسې په دې پوهه شوي یو چې طالبانو ته په جنگ کې ماته نشي ورکړل کیدی. خو یوه مهمه مسله دا ده چې طالبانو ته د خبرو نه هیڅ گټه نه رسیږي او د جنگ نه ورته گټه ډیره ده."

پاکستان د امریکا د افغانستان د نوي ستراتیژۍ د اعلان نه وروسته سخته خواشیني څرگنده کړي وه. عمران خان هم وایي چې ټرمپ د پاکستان لپاره سخت الفاظ کارولي دي او هغوي یې سخت خپه کړيدي.

عمران خان وایي چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې زیاتي قربانۍ ورکړیدي او اوس دا د نورو هیوادونو وار دی چې هغوي هم په دغه لړ کې څه وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG