د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: صلاح الدین ترهگر نه بلکه آزادي غوښتونکی دی


عمرا خان وایي د ټرمپ د حکومت مشی یواځې په افغانستان کې وضعیت خطرناکه کوي
عمرا خان وایي د ټرمپ د حکومت مشی یواځې په افغانستان کې وضعیت خطرناکه کوي

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهگرو په لست کې د حزب المجاهدین د مشر سید صلاح الدین د نوم د شاملولو په خاطر د امریکا په جمهور رئیس دونالد ټرمپ سخت انتقاد وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وازت واشنگټن ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر سره جوخت د کشمیري جلاغوښتونکو د مشر سید صلاح الدین نوم د نړیوالو ترهگرو په ډله کې ثبت کړ. په دغه لست کې د څه دپاسه ٢٥٠ کسانو نومونه لیکل شوي چې یو شمیر یې پاکستانیان دي.

عمران خان په پخپل رسمي ټویټر کې د امریکا د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ باندې په انتقاد سره لیکلي دي چې د امریکا د دوستۍ بنسټ "د وسلو خرڅلاو او مالي گټې" دي.

له عمران خان دمخه د پاکستان حکومت هم د متحده ایالاتو دغه اقدام "د توجه وړ" نه و گڼلی او ویلي یې وو چې د هند د امنیتي قواو پر وړاندې د کشمیري یاغیانو جگړه یوه مشروع مبارزه ده چې د خپلواکۍ لپاره یې کوي.

سید صلاح الدین اوس د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې میشت دی او د کشمیري جلاغوښتونکو جگړه مارانو مشري کوي. د ښاغلي صلاح الدین په مشرۍ حزب المجاهدین د هند تر ولکې لاندې کشمیر د آزادولو لپاره مبارزه کوي او غواړي چې کشمیر د پاکستان تر ادارې لاندې وي.

عمران خان همداشان ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات هیڅ حق نه لري چې په افغانستان کې هند ته د لاس وهلو رول ورکړي، ځکه د هغه په وینا دا پاکستان دی چې د افغانستان سره گډه پوله لري.

په داسې حال کې د امریکا متحده ایالات په پام کې لري شاوخوا ۴٠٠٠ نور سرتیري افغانستان ته واستوي، عمران خان په خپل ټویټر کې د واشنگټن په پالیسۍ باندې په انتقاد سره د افغانستان په اړه لیکلي دي چې د ټرمپ د حکومت مشی یواځې او یواځې په افغانستان کې وضعیت خطرناکه کوي، بلکه د سولې حل به هم مشکل کړي.

د عمران د څرگندونو په اړه غبرگونونه

د ښاغلي خان د څرگندونو په غبرگون کې په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وایي چې د عمران خان او د پاکستاني ادارو دریځ یو دی. "د عمران خان دا ډول بیانانونه یواځی د پاکستاني ادارو د دریځ سره موافقه ښودل دي. د عمران خان گوند په پاکستان کې د طالبانو دفتر غواړي، د حقاني مدرسې ته پیسې ورکوي او په افغانستان کې جگړې ته جهاد وايي".

همداشان د افغانستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر عبدالقادر ځاځی د عمران خان د ټویټ په هکله وایي "افغانستان به چا ته اجازه ورنکړي چې د هغوي ځمکه د بل یو هیواد په خلاف استعمال کړي. هغه که امریکا ده او یا بل کوم هیواد دی".

خو ښاغلی ځاځی دا هم وایي چې هر هغه ملک چې په پاکستان کې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي، افغانستان به یې طرفداري وکړي ځکه چې افغانستان ترهگرۍ ځپلی دی "که مودي او ټرمپ د ترهگرو پناهځایونه له منځه وړي، نو دا خو ډیره ښه خبره ده. مونږ په دغه برخه کې ورسره ولاړ یو. پکار ده د ترهگرو ځالې د منځه لاړې شي".

XS
SM
MD
LG