د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: له افغان طالبانو سره ترینګلي اړیکې به په پاکستان کې ترهګري زیاته کړي


عمران خان، د پاکستان پخوانی صدراعظم
عمران خان، د پاکستان پخوانی صدراعظم

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد او افغان طالبانو تر منځ د ترینګولو اړیکو دوام به په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه په یوې "ویجاړوونکې دایمي جګړې" بدله کړي.

عمران خان دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) په اسلام آباد کې یوې غونډې ته په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې، په ځانګړي ډول د افغانستان پولې ته نږدې ددغه هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې، د ترهګرۍ نوې څپې زور اخیستی، چې په ترڅ کې یې په سلګونو امنیتي کسان او ملکي خلک وژل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د ناامنۍ د وروستیو زیاتره پېښو مسولیت د "تحریک طالبان پاکستان" وسلې والې ډلې منلی دی.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه یې ددغو وسله والو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې خاوره يې د پاکستان او یا بل کوم ګاونډي په ضد نه کاريږي. خو په کابل کې تېر کال د القاعده د رهبر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په کتو، ډیری منتقدین د طالبانو دریځ ته د شک په سترګه ګوري.

د پاکستاني طالبانو پر سر د اسلام آباد او افغان طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي. عمران خان د خپل ځای ناستي صدراعظم شهباز شریف پر حکومت تور پورې کړ چې د خپلو "غیرمسولانه او خطرناکو" بیانیو له امله يې د پاکستاني طالبانو سره د مبارزې دپاره د افغان طالبانو د ملاتړ جلبولو پر ځای له هغوی سره دوه اړخیزې اړیکې نورې هم خرابې کړي دي.

عمران خان وويل: "د [پاکستان] اوسني حکومت يو دوه وزيران چې په حالاتو نه دي خبر د افغانستان په اړه غېر مسولانه بيانونه ورکوي چې هلته به عملیات وکړي. په افغانستان کې واکمنو طالبانو زمونږ سره مرستې ته شا کړې ده. ددې کار اغېزه به په راتلونکې کې دا وي چې که د ترهګرۍ جنګ بيا پېل شو، دا به بيا روان وي".

د نوموړي په خبره چې "د بهرنیو چارو وزیر [بلاول بټو زرداري] په نورو هېوادونو ګرځي، خو تر ټولو مهمه ورته د افغانستان سفر وو. که اوس له هغوی [طالبانو حکومت] سره اړيکې خرابې شوې، دا به د ترهګرۍ ضد پیل شوې جګړه د پاکستان دپاره په عذاب بدله کړي".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړ چې که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ميشتو پاکستاني طالبانو خلاف اقدام ونکړي نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نښه کړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په بریدونو کې لتاړ دي. خو هغه وروسته له خپلې خبرې تر شا شو.

عمران خان چې تېر کال د پاکستان د پارلمان له خوا سلب صلاحیت شو، وايي، د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو په ګډون شاوخوا ۳۰ زره پاکستانیانو او د هغوی کورنیو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

د پاکستان پخواني صدراعظم د شهباز شریف پر حکومت غږ وکړ چې د زور پر ځای د کابل له ادارې سره د مذاکراتو له لارې ددغو پاکستانیانو د راستنولو لاره چاره ولټوي.

خو شهباز شریف او د هغه د حکومت نورو غړو پر عمران خان تور لګولی چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې د سولې کولو پرېکړه سبب شوې چې دغه ډله په پاکستان کې د ترهګرۍ نوې څپه پیل کړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان پخواني حکومت د افغان طالبانو په منځګړیتوب او کوربتوب له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات پیل کړل. د سولې دا هڅې په تېر نومبر کې وروسته له هغه ناکامې شوې چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان له حکومت سره اوربند لغو کړ او پر سلام آباد یې تور پورې کړ چې د اوربند له تړون څخه یې سرغړونه کړې ده.

عمران خان د سه شنبې د ورځې په خپلو خبرو کې پر اسلام آباد غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د واشنګټن د پوځي همکارۍ له غوښتنې تېر شي او ادعا یې وکړه چې دا ډول همکاري په پاکستان کې ترهګري نوره هم پیاوړې کوي. هغه د خپل پخواني حکومت د استخباراتي معلوماتو پر اساس خبرداری ورکړ چې د جګړې په ډګر کې غښتلي شوي د تحریک طالبان پاکستان ډلې په افغانستان کې له ناټو او امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

هغه وویل چې پاکستاني پولیس له دغه تهدید سره د مبارزې دپاره کافي روزنه او امکانات نلري.

تحریک طالبان پاکستان چې د امریکا له خوا نړیواله ترهګره ډله پېژندل شوې، له ۲۰۰۷ راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې فعالیت لري. ددې ډلې ټول پخواني مشران هغه مهال چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت وو، د افغانستان او پاکستان د پولې په دواړو غاړو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

څېړونکي وايي، تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني حکومت په خلاف ښکار بیانونه او ګواښونه خپروي ځکه دا ډله ډاډه ده چې د امریکا په مشرۍ له بهرنیو ځواکونو سره د افغان طالبانو په جګړه کې د خپلې همکارۍ په ځواب کې به دوی په کابل کې د اوسنیو واکمنو طالبانو څخه ملاتړ تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG