د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال بختیار: نږدې ۳ زره تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیول شوي


د کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شوو کسانو کې د وسله‌والو طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شوو کسانو کې د وسله‌والو طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیس وايي، په ۱۳۹۶ کال کې یې د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره نږدې ۲۵۰۰ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۸۴۸ کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې د وسله‌والو طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دي.

هغه وویل "په دغو کسانو کې د مخدره موادو د قاچاق لویې مافیايي کړۍ، متوسط قاچاقبران او پرچون پلورنکي شامل دي، چې په دغو مافیايي کړیو او قاچاقبرانو کې یو شمیر یې د طالبانو قوماندانان هم دي".

جنرال بختیار دغه راز وویل، چې په دغو کسانو کې د پولیسو، اردو او ملي امنیت ریاست د یو شمیر منسوبینو په ګډون ۶۹ تنه دولتي کارکوونکي هم شامل دي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه، په دې موده کې ۵۶ ښځې او ۱۳ بهرني اتباع هم نیول شوي، چې اوه یې ایرانیان او شپږ یې پاکستانیان دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي وویل، چې له دغو کسانو څخه ۲۳۱ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.

د جنرال بختیار پر وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو۱۲ لویې زیرمې، د هیروئینو د پروسس ۲۷ لابراتواره، د ماین جوړولو ۳ کارخانې او د دولت د وسله‌ولو مخالفینو د سوق او ادارې ۲ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG