د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۶سلنه زیات شوی ـ راپور


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخپل یو راپور کې ویلي چې په ۱۳۹۹ کال کې د افغان ماشومانو په وړاندې رواني، اقتصادي، فزیکي او جنسي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه څېړنه چې د ۳۸۰۷ هلکانو او ۱۵۰۹ انجونو د بشري حقوقو په اړه شوې نن سې شنبه د فبروري ۲۳ (کب پنځمه) خپره شوې ده.

د یادې څېړنې په اساس په ۱۳۹۹ کال کې ۶۲۸ هلکان د روانې، ۶۰۶ د فزیکي،۴۴ تنه د اقتصادي او ۳۴ تنه نور د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

راپور وايي چې ۷۹ نورو ماشومانو د نورو بېلابېلو تاوتریخوالي یادونه کړې ده.

د بشري حقونو په راپور کې ویل شوي چې په ۱۳۹۹کال کې لسګونه افغان ماشومان په وسله والو نښتو کې ښکېل و چې په وینا یې ۲۰ ماشومان د امنیتي سرتیرو په لیکو کې او ۹۶ نور د وسله والو مخالفینو په لیکو کې فعالیت درلود.

په څېړنه کې راغلي چې ۱۳ تنو نورو ماشومانو د وسله والو مخالفینو په نظامي پوستو او مرکزونو کې په کار مصروف و.

افغان امنیتي بنسټونو او وسله والو طالبانو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دغه څېړنه کې ویل شوي:"په ۱۳۹۹ کال کې په څېړنه کې د شاملو ۵۳۱۸ ماشومانو له ډلې، ۱۳۹۱ تنه د تاوترخوالي قرباني ؤ، په داسې حال کې چې په تېر ۱۳۹۸ لمريز کال کې د تاوتريخوالي د قرباني ماشومانو شمېر په څېړنه کې د شاملو ۵۲۴۸ تنو ماشومانو له ډلې ۵۳۵ تنه و، نو پر دې اساس په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي موارد ۱۶ سلنه زيات شوي دي."

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د تاوتریخوالي په دغه قرباني ماشومانو کې ۹۴۸ هلکان او ۴۴۳ انجونې شاملې دي.

په راپور کې راغلي چې ۵۱۱ تنو ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی د پولیسو اړوند کسانو، د ۲۴۱ تنو په وړاندې د کورنۍ اړوند کسانو، د ۱۱۱په وړاندې د کار خاوندانو، د ۸۱ تنو پر وړاندې د خپل ښوونکو ،د ۵۵ تنو پر وړاندې د نور ماشومان او د ۳۹۲ تنو پر وړاندې د نورو کسانو لخوا تر سره شوی دی.

XS
SM
MD
LG