د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: تاوتریخوالی دوحه کې روانو خبرو ته زیان رسوي


ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي د هلمند په جګړو کې دوه سوه کسان مړه او ټپیان شوي
ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي د هلمند په جګړو کې دوه سوه کسان مړه او ټپیان شوي

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په افغانستان کې له ښکیلو خواو په عاجله توګه د روان تاوتریخوالي د بندیدو او د سیاسي لارې روانې لانجې هوارولو ته د پاملرنې د اړولو غوښتنه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ ( تلې ۲۴) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په دې اونۍ کې په هلمند کې روانو جګړو زرګونو خلک خپلو مینو پریښودلو ته اړ کړي دي.

یوناماد لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي، چې د هلمند په روانو جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده. خو دغې ادارې د ملکیانو د مرګ ژوبلې دقیق شمیر نه دی څرګند کړی.

تیره ورځ د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د هلمند د جګړو په باب په یوه تازه راپور کې ویلي وو، چې د دغه ولایت په جګړو کې دوه سوه کسان مړه اوټپیان شوي دي.

یوناما په اعلامیه کې ویلی، "تاوتریخوالی یوازې د عامو افغانانو ستونزې او ناخوالې زیاتوي ، پرمختګ هڅې د ګواښ سره مخ کوي او په دوحه کې د افغانستان د سولې تاریخي خبرو کې د ښکیلو خواو ترمنځ د نږدیوالي هڅې ګواښوي".

یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان جګړې بار ملکي وګړي پر خپلو اوږو وړي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمیر پخپله د تاوتریخوالي زیاوالی څرګندوي، چې تر اوسه په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې يې کچه ټیټه وه، خو په وروستیو اونیو کې داسې ښکاري، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په برخه کې د اندیښنې وړ په شاتګ د را مخې ته کیدو په حال کې دی.

یوناما وايي، چې په افغانستان کې په جګړو کې په دوامدار ډول ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو ډیره مرګ ژوبله د هاوان او توپونو او توغندیو د ګولیو او هم د لاسي بمونو د کارولو څخه هغوی ته رسیږي. یوناما ویلي، چې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو باید ساتنه وشي.

د یوناما اعلامیه وايي: "د دې کار لپاره یوازینۍ لار په افغانستان کې د تاوتریخوالي درول دي".

یوناما دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې، چې نن پنجشنبه شپږمه ورځ ده، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې د طالبانو او افغان امیني ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.

طالبانو شپږ ورځې وړاندې د هلمند ولایت مرکز باندې پراخه بریدونه وکړل، چې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې یې د لښکرګاه د څلورمې حوزې په ګډون د نادعلي د ولسوالۍ یو شمیر سیمې هم ونیولې.

تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال اسدالله خالد د لښکرګاه ښار څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې ژر به د طالبانو څخه نیول شوې سمیې بیرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG