د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د انګورو حاصلات ډیر شوي


په هلمند کې د انګورو ۲۱ بیلابیل ډولونه پیدا کیږي
په هلمند کې د انګورو ۲۱ بیلابیل ډولونه پیدا کیږي

د هلمند د کرنې ریاست وایي چې د تېرکال په پرتله په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۰سلنه زیات شوي دي.

چارواکي وایي چې د اټکل له مخې به سږکال په هلمند کې ۹۰ زره مېترک ټنه انګور حاصلات وشي.

د هلمند د کرنېرئیس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي چې د کوکنارو یو ښه بدیل پیدا شي.دامهال د کوکنارو ځای ورځ تر بلي حلال کښتونه او باغونه نیسي.

بڼوال بیا که څه هم د انګورو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار او سړوخونو نشتوالي اندیښمن کړي دي.

د لښکرګاه ښار د بست کلا سیمې یو بڼوال، حبیب الرحمن وایي چې د انګورو له سږنیو حاصلاتو راضي دي او تمه لري چې ښه ګټه به وکړي، خوشکایت کوي چې د حاصلاتو لپاره یې کافي سړې خونې نشته.

د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین همداراز وایي چې تمه لري سږکال به د انګورو له باغونو ۸۹۷۰۰ مېتریک ټنه حاصل ترلاسه شي، چې دا د تیر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

ددوی په خبره دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بیلابیلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.

د بولان د تحقیقاتي فارم مسئول عبدالله بیا وایي چې په هلمند کې د انګورو ۲۱ بیلابیل ډولونه پیدا کیږي او دوي د بزګرو هڅولو لپاره دوي ته د کوکنارو د بدیل ګڼو پروژو باندې هم کار کوي.

هغوی زیاتوي چې د نویو باغونو او کروندو په رامنځته کیدو سره ورځ تر بلې د خلکو پام له کوکنارو څخه حلالو کرکیلو ته اوړي.

دامهال د هلمند په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تیرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ تغیر راغلی دی.

سره له دې چې هلمند د کوکنارو د پراخي کرکیلي له اړخه خاص ځای خپل کړی، خو د کرنې رياست بزګرو ته د کوکنارو د بدیل پروژو برابرولو لپاره هلې ځلې ډیرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG