د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبو لوبډلې معلومې شوې


په لومړۍ نیمه پای لوبې کې هند د نیوزلینډ او دویمې کې جنوبي افریقا د اسټرالیا لوبډلې سره سیالي کوي.
په لومړۍ نیمه پای لوبې کې هند د نیوزلینډ او دویمې کې جنوبي افریقا د اسټرالیا لوبډلې سره سیالي کوي.

په هند کې د ۲۰۲۳ پنځوس اوریز نړیوال جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د هند او هالنډ د لوبډلو تر منځ یکشنه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) کیږي.

د هند لوبډلې تر اوسه اته لوبې کړي او ټولې یې ګټلي ؛ هالنډ بیا په اتو لوبو کې یوازې دوه ګټلي او د نمرو په جدول کې په لسم مقام کې دی.

ټاکل شوې چې په لومړۍ نیمه پای لوبې کې به هند د نیوزلینډ د لوبډلې سره د نومبر په ۱۵ مې مخ شي. هند دوه ځلې د دې جام اتلولي ګټلې خو نیوزلینډ بیا تر اوسه یو ځل هم دا اتلولي نده ګټلې.

د نیوزلینډ لوبډلې په ۲۰۱۹ کال کې د دې جام د سیالیو په پای لوبې کې د کوربه انګلستان په مقابل کې ماتې وخوړله.

دویمه نیمه پای لوبه به بیا د جنوبي افریقا او اسټرالیا د لوبډلو تر منځ د نومبر په ۱۶ مې وشي.

اسټرالیا پنځه ځلې د پنځوس اوریزه نړیوال جام اتلولي ګټلې خو جنوبي افریقا بیا د نیوزلینډ په څیر یو ځل هم دا جام ندی ګټلی.

د هند لوبډله د نومرو په جدول کې لومړی، جنوبي افریقا دویم، اسټرالیا دریم او نیوزلنیډ څلورم مقام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG