د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کابل تاریخي کلا 'بالاحصار' رغوي


د بالاحصار یوه څنډه
د بالاحصار یوه څنډه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د کابل تاریخي بالاحصار د هند حکومت لخوا بیرته رغول کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یاد بالاحصار د بیرته رغولو تړون تېره ورځ د ولسمشر غني په حضور کې په کابل کې د هند د سفیر ویني کمار او اغا خان انکشافي شبکې د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي:"د کابل بالاحصار تاریخي سیمو د بیارغونې او مرمت پروژه د هند جمهوریت په مالي مرسته د اغاخان انکشافي فرهنګې شبکې په مټ تطبقېږي."

د بیان له مخې په کابل کې د هند سفیر ویلي چې د کابل بالاحصار د افغانستان له تاریخي ځایونو څخه دی اوزیاته کړې ده چې هند د تاریخي ځایونو بیارغونې ته لېوال او د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د هند د سفیر له قوله ویل شوي:"هند د سوله ییز، هوسا او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او هیله لرم دغه پروژه په بریالي ډول پای ته ورسېږي."

په یادو مراسمو کې د اغا خان د انکشافي شبکې ډیپلوماټيک استازي شهیره زاده هرجي هم ویلي چې دغه بنسټ فرهنګې برخه د تاریخي ځایونو د بیارغونې او مرمت په برخه کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري او په دې برخه کې بېلابېلې پروژې جریان لري.

د بیان له مخې ولسمشر غني له افغانستان سره د هند له مرستو مننه کړې او ویلې دي چې هند د عمراني کارونو په برخه کې د افغانستان ښه همکار دی.

د کابل بالاحصار چې په تېرو وختونو کې د افغانستان د ارګ په توګه هم ورڅخه استفاده کېدله د افغانستان مهمو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کیږي.

ویل کیږي چې د کابل دا تاریخي کلا په پخوانیو وختونو کې د پوځي اهدافو د دفاع او څار لپاره کېدله.

دا تاریخي کلا د تاریخ په اوږدو کې د جګړو پرمهال د وخت د قدرتونو ترمنځ لاس پر لاس شوې چې زیاتې برخې یې جګړو له امله تخریب شوي دي.

XS
SM
MD
LG