د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا د اتصال تاریخي پل دی


جمهور رئیس غني په هند کې د افغانستان د سفارت د ودانۍ د پرانیستلو په وخت.
جمهور رئیس غني په هند کې د افغانستان د سفارت د ودانۍ د پرانیستلو په وخت.

د افغانستان جمهور رئیس وایي افغانستان د جنوبي آسیا څخه مرکزي آسیا او لویدیځ ته د مالونو د لیږد او د نظریاتو د یوځای کیدو ځای دی او نن هم غواړي چې د دې سیمو د اتصال لپاره خپل تاریخي موقف راژوندی کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونو چارواکي وایي هند د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې غواړي په افغانستان کې زیاته پانگونه وکړي، خو وایي چې هند د پاکستان د مخالفتونو له کبله په افغانستان کې د سوداگرۍ او پانگونی لپاره خلاص لاس نه لري.

هند هغه هیواد دی چې په افغانستان کې یې د سوداگرۍ په برخه کې څلورم مقام نیولی دی، د افغانستان د سوداگری او صنایع د خونو مسئولین وایي هند د هغو هیوادونو له ډلی څخه دی چی په افغانستان کې یې اثر لرونکې پانگونې کړي دي او په وروستی یوه لسیزه کې یی په افغانستان کی د دری سوه ملیونو څخه د زیاتو ډالرو په ارزښت پانگه اچولې ده.

د حاجی گک د کان استخراج او د سلما د بند جوړول په افغانستان کې د هند له لویو پروژو او پروگرامونو څخه شمیرل کیږي، خو د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع د خونو مسئولین وایي چې د دې دواړو پروژو کار له ستونزو سره مخامخ دی او په سستۍ سره پر مخ ځي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونی د عامل هیئت مرستیال ‏خان جان الکوزی وایي " مونږ هیله من یو چی اقتصادي اړیکې او مناسبات ښه شي او د سیاست تر فشارلاندې را نه شي دا هم د هند او هم د افغانستان په گټه دي چې اقتصادي مناسبات مو بهتره شي.

د سوداگرۍ او صنایعو د خونو د چارواکو په باور هند او افغانستان د صادراتو په برخه کې ښې همکارۍ لري. افغانستان په سلو کې څلویښت خپل تولیدات هند ته صادروي.

ښاغلی الکوزی وایي "د افغانستان ټوله وچه او تازه میوه چې هند ته صادریږي هند له هغه نه گمرکي مالیه نه اخلي په داسې حال کې چې پاکستان څلویښت یا پنځوس فیصده مالیه ترې اخلي."

د افغانستان د پارلمان نوی ودانۍ چې د څه باندې یو ملیون ډالرو په ارزښت د هند له لورې جوړیږي یوه بله د یادولو وړ پروژه ده.

همدارنگه د ولسی جرگې د منشي نایب عرفان الله عرفان وایي د چا بهارد بندر پروژه د هند یوه بله لویه پروژه ده "دا د افغانستان د دولت لپاره یوه ډیره اساسي او بنسټیزه پروژه ده او دا به یوه تاریخي ودانۍ وي چې د هند او افغانستان د اړیکو په ټینگښت کې به مرسته وکړي".

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونو چارواکي وایی که څه هم هند د چاه بهار د بندر د جوړولو لپاره زیاتې هڅې کوي، خو د پاکستان مخالفتونه ددې سبب شوي چې ددې بندر د جوړولو کار له ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG