د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د دیسي شرابو له امله ۱۲۶ کسان مړي دي


په هند کې د دیسي شرابو له امله ۱۲۶ کسان مړي دي
په هند کې د دیسي شرابو له امله ۱۲۶ کسان مړي دي

دهند په ختېځ کې ماموران واېې چې په لوېدېځ بنگال کې126 کسان د دېسي شرابو د څښلو په وجه مړه شوي دي.اکثره په هند کې د دېسي شرابو په جوړولو کې د مېتونول زهري اوکېمېاوي موادو نه کار اخلي.

د لوېدېځ بنگال د سنگرم پور نومي کلي چاوراکي واېې چې دغه پېښه پرون ناوخته هغه وخت وشوه چې د کلي اوسېدونکو د ېوه محلي شراب فروش نه په ارزانه بېه دېسي شراب واخېستل. پولېسو اوه کسان د زرهرجنو شرابو د جوړولو په تور ونېول او اوس پولیس ددغو کسانو نه پلټنې کوي چې گومان کېږي زهري شراب ېې د کلي پر خلکو باندې پلورلي وو .

هندي چارواکو نن خبرداری ورکړ چې شاېد د مړو شمېر نوره هم لوړ شي ځکه چې ډېر کسان په روغتونونوکې پراته دي.په هند کې هرکال د دېسي او زهرجنو شرابو دڅښلو له امله په زرگونوخلک مري. د کلي خلکو نن هغه شراب خانه چور او ویجاړه کړه چې په خلکو باندې ېې شراب خرڅ کړي وو.

XS
SM
MD
LG