د لاس رسي وړ اتصالات

هند او چین د سرحدي کړکیچ په حل موافقه کړې


د دوکلام لانجمنه سرحدي سیمه
د دوکلام لانجمنه سرحدي سیمه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي نوي ډهلي او بیجینگ په لانجمنې سرحدي سیمې څخه یې د عسکرو په چټک ویستلو موافقه وکړه. د هند او چین قواوې د څه دپاسه دوو میاشتو راهیسې په لانجمنه سرحدي سیمه کې سره مخامخ شوي دي.

دغه موافقه په داسې حال کې کیږي چې د یکشنبې په ورځ په بیجینگ کې د بریکس سازمان د غړو هیواودنو غونډه کیږي چې په کې د هند او چین په گډون برازیل، روسیه او جنوبي افریقا غړیتوب لري. ټاکل شوې چې د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په دغې غونډې کې برخه واخلي.

د هند او چین قواوې د دوکلام په حواره سرحدي سیمه کې چې هند، بوتان او چین سره جلا کوي، د څو لسیزو راهیسې سره په یوه جدي او اوږده لانجه کې مخامخ شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي دواړو هیوادونو د دیپلوماتیکو خبرو وروسته د لانجې په هوارولو موافقه کړې ده "په دې وروستیو اونیو کې هند او چین د دوکلام د پېښې په هکله دیپلوماتیک تماسونه نیولي دي".

د هند او چین ترمنځ د سرحدي کړکیچ نقشه
د هند او چین ترمنځ د سرحدي کړکیچ نقشه

اعلامیه د موافقې د شرایطو په هکله زیات جزییات نه ورکوي. چین او هند په ١٩٦٢ کې یوه لنډه سرحدي جگړه کړې وه او داسې ویره پیدا شوې وه چې د اسیا دغه دوه ستر قوتونه سره بیا په سرحدي جگړه کې ښکیل نشي.

چین ویلي چې هند د همالیا په ختیځ کې له لرې پرتې سیمې نه خپل ځواکونه ایستلي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووه چونیانگ ویلي چې چینایي قواوی به د دوکلام د سرحدي سیمې څارنې ته دوام ورکړي.

هغه وایي "چین به د خپل حاکمیت له حقوقو نه په استفادې د تاریخي پولې د مقرراتو سره سم د خپلې خاورې بشپړتیا وساتي".

د چین د دفاع وزارت ویلي چې قواوی به یې د تیارسئ په حال کې پاته شي. د چین د دفاع وزارت ویاند اوو قیان په یوه اعلامیه کې ویلي چې "مونږ د هند لورې ته دا ور په یاوو چې ددې پیښې نه درس واخلي او په جدي توگه د تاریخي پولې او د نړیوال قانون د اساسي قاعدې درناوی وکړي، د چین سره نیمایي ونډه واخلي او په گډه د سرحدي سیمې سوله او آرامي وساتي".

ښاغلي اوو زیاته کړې چې "نړۍ سوله ییزه نه ده او سوله ساتنه غواړي. د چین پوځ ډاډ او وړتیا لري چې د هیواد د خاورې بشپړتیا، امنیت پرمختیایي گټې وساتي".

د چین او هند ترمنځ مشکلات د جون په میاشت کې هغه وخت رامنځ شول چې په دوکلام سیمه کې د چین له خوا د سړم د جوړولو د کار د مخنیوي لپاره هند سیمې ته خپل ځواکونه واستول. دغه سرحدي لرې پرته سیمه کې څوک نه اوسیږي او چین او بوتان دواړه هیوادونه یې د مالکیت ادعا کوي.

هند وایي ځواکونه یې په دې خاطر سیمې ته استولي چې د چین پوځي فعالیتونه ددې هیواد د شمال ختیځې سیمې امنیت ته گواښ و. خو چین وایي چې هند په سیمه کې کوم رول نه لري او باید په یوه اړخیزه توگه خپلې قواوی وباسي.

هند او چین ندي توانیدلي چې د دواړو هویادونو ترمنځ ٣٥٠٠ کیلومتره پوله په نښه کړي. ددغې اوږدې پولې په زیاتو برخو باندې دواړه هیوادونه د حاکمیت دعوا لري.

XS
SM
MD
LG