د لاس رسي وړ اتصالات

د سږ کال آسیا جام سیالیو کې د هند او سرې لانکا تر منځ لومړنۍ لوبه سه شنبې کیږي


ټاکل شوې چې د آسیا جام په دویم پړاو (سوپر فور) کې د هند او سري لانکا د کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره سره مخ شي.

سره لدې چې هند په لومړي پړاو کې دواړه لوبې یوه د پاکستان او بله د هانګ کانګ څخه وګټلې خو په دویم پړاو کې یې لومړنۍ لوبه په پاکستان وبایلله.

سرې لانکا بیا په لومړي پړاو کې لومړنۍ لوبه په افغانستان وبایلله خو دویمه لوبه یې د بنګله دیش څخه وګټله او دویم پړاو ته یې لار پیدا کړله.

اټکل دا دی چې د هند لوبډله ښایي په پاکستان د لوبې تر بایللو وروسته یو څه تر فشار لاندې وي ځکه د افغانستان، هند، سرې لانکا او پاکستان د لوبډلو څخه یوازې د سر دوه لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کوي.

په دویم پړاو کې د سري لانکا دریمه او وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ سپټمبر ۹ د هند سره ده او د هند دریمه لوبه بیا د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۸ د افغانستان سره ده.

بنګله دیش او هانګ کانګ چې په د سیالیو په لومړي پړاو کې یې دواړه لوبې وبایللې، ددې سیالیو څخه ووتل.

د افغانستان د لوبډلې دویمه لوبه چارشنبه سپټمبر ۷ د پاکستان او وروستۍ لوبه یې د هند سره ده چې د پنجشنبې په ورځ کیږي.

افغانستان په دویم پړاو کې لومړنۍ لوبه په سریلانکا بایللې.

XS
SM
MD
LG