د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پوځ وایي کشمیر کې یې داسې وسلې نیولې چې په افغانستان کې لیدل شوې


د هند د پوځ د خنجر د فرقې قوماندان وایي تازه یې په کشمیر کې د وسله والو سره داسې وسلې او مهمات نیولې چې د هغو وسلو په شان دي چې په افغانستان کې لیدل شوي.

جنرال اجې چاندپوریا وایي دا وسلې او تجهیزات چې د پاکستان د لارې کشمیر ته رسیدلي، د هندي ځواکونو لاسته ورغلي.

دې هندي جنرال زیاته کړه، " مونږ داسې وسلې، د څارنې وسایل او مهمات د وسله والو سره نیولي چې پخوا ندي لیدل شوي او د هغو وسلو سره شباهت لري چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وتلو په دوران او تر هغې وروسته لیدل شوي".

جنرال چاندپوریا همدارنګه وویل چې ښایي په نږدې راتلونکې کې نه یوازې وسله وال، بلکې دا ډول نورې وسلې او مهمات به هم کشمیر ته واستول شي.

دې هندي جنرال وویل د دې وسلو او مهماتو د نیول کیدو څخه داسې انګیرل کیږي چې پاکستان د هند تر کترول لاندې کشمیر ته افغان وسله وال استوي.

د هند ځواکونو څه موده وړاندې د شپې لخوا د دید ځانکړې عینکې او نور داسې نظامي وسایل هم نیولي چې په افغانستان کې ترې کار اخیستل کیده.

هند اټکل کوي چې ښایي په راتلونکې کې پاکستان د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د افغان وسله والو څخه کار واخلي.

هندي چارواکي همدارنګه وایي چې د روزنې په کمپونو کې د ۱۵۰ څخه تر ۲ سوو پورې داسې تنکي ځوانان شته چې مغزونه یې مینځل شوي او یوازې د لاسي بمونو او تفنګچي څخه د کار اخیستلو ترې ګټه اخیستل کیږي او نوره روزنه نده ورکړل شوې.

د هند د پوځ د استخباراتي معلوماتو له مخې د ۱۰۰ نر تر ۱۳۰ پورې وسله وال تازه د کشمیر په سرحدي سیمو کې د وسله والو د روزنې په کمپونو کې ځای پر ځا شوي و دا یې ندي ویلي چې دا وسله وال څوک دي.

XS
SM
MD
LG