د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا او هند د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته لوبډلې اعلان کړلې


د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې کیږي.
د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې کیږي.

د اسټرالیا په لوبډله کې د پخواني کپتان سټیو سمیت تر څنګ ډیوډ وارنر هم اخیستل شوی. دا دواړه لوبغاړي یو کال د لوبو کولو نه منع شوي و.

د اسټرالیا د لوبډلې کپتان ایران فینچ او د هند مشري ویرات کوهلي کوي.

د اسټرالیا په پنځلس کسیزې لوبډلې (سکواډ) کې اکثریت تیز توپ اچونکي اخیستل شوي او یوازې دوه ورو توپ اچونکي پکې ځای لري. خو برعکس بیا هند یوازې درې تیز توپ اچونکي اخیستي او ډیره اتکا یې په ورو توپ اچونکو کړې.

د هند په لوبډلې کې د ځوان لوبغاړي ویجې شانکر اخیستل ځینې کسان حیران کړي ځکه اټکل دا کیده چې ښایي د هغه پر ځای به رشاب پانت اخیستل شوی وی ځکه چې پانت د مډل آرډر ښه توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی (ویکټ کیپر) هم دی. د انګلستان د لوبډلې پخواني کپتان مایکل وان د رشاب پانت نه اخیستلو په هکله لیکلي دي چې " هند لکه چې لیونی شوی چې رشاب پانت یې په لوبډلې کې ندی شامل کړی."

خو ویجې شانکر بیا د دې تر څنګ چې د مډل آرډر توپ وهونکی دی تیز توپ اچونکی هم دی چې ښایي د انګلستان په میدانونو کې به اغیزمن ثابت شي.

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ د بلې میاشتې (مې ۳۰ مه) پیلیږي او د جولای په ۱۴ مه پای ته رسیږي. تر اوسه هند، انګلستان او نیوزلینډ د نړیوال جام لپاره لوبډلې اعلان کړیدي.

د هند لوبډله ( ویرات کوهلي، روهیت شرما، مهندرا سنګ دوهنی، شکار دهوان،یوزویندرا چاهال، جسپریت بومرا، کیدار جاداو، رویندرا جدیجا، دنیش کارتیک، کولدیپ یاداو، بوینشنر کمار، محمد شامې هاردیک پانډیا او ویجې شنکر)

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG