د لاس رسي وړ اتصالات

هند په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او هند ترمنځ د کرکت لوبه
د افغانستان او هند ترمنځ د کرکت لوبه

د هند د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومې۲۴) د هند په انډور کې افغانستان ته په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

هند د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبغاړو ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکل شویو شلو اورونو کې هند ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، چې هند د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په شپاړلسم اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

د هند د سر لوبغاړي یاشاسوي جایسوال ۶۸ او شیوام ډوبي ۶۳ منډې وکړې. کپتان روهیت شرما او جتېش شرما یې په صفر-صفر اوټ شول، ویرات کوهلي په ۲۳ منډو اوټ شو.

په افغان توپ اچوونکو کې کریم جنت دوه، فضل حق فاروقي او نوین الحق مرید یو-یو لوبغاړی اوټ کړل.

د افغانستان په توپ وهونکو کې ګلبدین نایب تر نورو ډېرې ۵۷ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره لوبه پیل کړه، خو ګربز په ۱۴ منډو اوټ شو.ابراهیم ځدراڼ په ۸، عظمت په ۲، ګلبدین نایب په ۵۷، محمد نبي په ۱۴، نجیب ځدران په ۲۳، کریم جنت په ۲۰، مجیب په ۲۱، نور احمد په یوه منډه او فضل حق فاروق په صفر اوت شول.

دا د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو دویمه لوبه ده. اوله په موهالي کې وه چې هند وګټله. د دوی ترمنځ درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG