د لاس رسي وړ اتصالات

هند په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه ؛ آیا پاکستان دویم پړاو ته تللی شي؟


د هند کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه جون ۹ ( غبرګولي ۲۰) د کرکټ روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان ته د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

سره لدې چې د هند لوبډلې په شلو اوروو کې یوازې ۱۱۹ منډې کړې وې او د ګټلو لپاره یې پاکستان ته د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و خو د پاکستان لوبډلې ونشو کړی دا هدف پوره کړي او په شلو اورونو کې یې پداسې حال کې یوازې ۱۱۳ منډې وکړلې چې اووه لوبغاړي یې سوځیدلي و.

دا د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د پاکستان دویمه پرلپسې ماتې ده.

هندي لوبغاړو ښه پیل درلود خو د کپتان روهیت شرما او نوموتي لوبغاړي ویرات کوهلي تر سوځیدو وروسته، د منډو کول پڅ شول او تقریباً د لوبې تر وروستیو شیبو د پاکستان تله درنه وه او داسې بریښیده چې لوبه به ګټي.

د هند توپ وهنې پای ته رسیدو وروسته هم تر ۹۰ سلنې پورته وړاند وینه دا وه چې د پاکستان لوبډله به دا لوبه ګټي خو د هند په نړیواله کچه یو "نومیالي" توپ اچوونکي، جسپریت بومرا د لوبې مسیر بدل کړ.

بومرا وکړی شوی چې د پاکستان د سر دواړه لوبغاړي – کپتان بابر اعظم او محمد رضوان – وسوځوي چې په همدې سره د نورو هندي توپ اچوونکو لپاره لوبه یو څه آسانه شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی هم بومرا شو.

جسپریت بومرا د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
جسپریت بومرا د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ په ټولو نړیوالو جامونو کې چې هند او پاکستان سره مخامخ شوي، یوازې یوه لوبه پاکستان ګټلې ده.

د لوبې د پای ته رسیدو وروسته د پاکستان د کرکټ پخواني کپتان او تیز توپ اچوونکي، وسیم اکرم په انتقادي توګه وویل چې "د پاکستان ټیم دښمن ته اړتیا نلري، دوي پخپله بس دي".

ښاغلي اکرم په ځانګړې توګه په رضوان انتقاد وکړ چې د جسپریت بومرا په توپ یې پداسې حال کې د غټ شاټ وهلو هڅه وکړله او وسوځید چې تر دې وړاندې یې سنجیده لوبه کوله.

د دې لوبې په بایللو سره، د روان نړیوال شل اوریز جام سیالیو دویم پړاو یا سوپر -۸ ته د پاکستان د لوبډلې مخکې تګ لا ستونزمن شو. د پاکستان وروستۍ دوه لوبې د کاناډا او آیرلینډ سره دي او دواړه یې باید په لوی توپیر وګټي.

پاکستان په الف ګروپ کې د هند، آیرلینډ، متحده ایالاتو او کاناډا سره دی. پدې ګروپ کې ټولو لوبډلو دوه – دوه لوبې کړي. هند په لومړي او امریکا په دویم مقام کې دی. هره لوبډله څلور – څلور لوبې کوي او یوازې د سر دوه لوبډلې د اتو غوره لوبډلو یا سوپر-۸ ته لار پیدا کوي.

پاکستان خپله لومړنۍ لوبه په متحده ایالاتو بایللې وه چې د دې لوبډلې مینه والو دا بایلل تاریخي شاتګ او "توره ورځ" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG