د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په امرتسر کې د ډله ایزې وژنې سلمه کلیزه


د بریتانیا لوی کمیشنر ډومینیک اسکویټ د امرتسر په مراسمو کې گډون کړی
د بریتانیا لوی کمیشنر ډومینیک اسکویټ د امرتسر په مراسمو کې گډون کړی

له نن نه ١٠٠ کاله مخکې په هند کې د بریتانیا د ښکیلاک په وخت بریتانوي عسکرو په امرتسر کې پر بې وسلو نارینو، ښځو او ماشومانو ډزې وکړې چې د هندي مقاماتو په وینا په کې نږدې زر کسه ووژل شول خو بریتانیا وايي پدغه پیښه کې ٣٧٩ کسان وژل شوي وو.

په هند کې د بریتانیا لوی کمیشنر ډومینیک اسکویټ نن شنبه (اپریل ١٣) په امرتسر کې ددغې تاریخي پیښې په سلمې کلیزه کې برخه واخیستله او قربانیانو ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.

د ١٩١٩ میلادي کال د اپریل په ١٣ د امرتسر په جلیلیان والا باغ په سیمه کې په زرگونو کسان راټول شوي وو او په پنجاب علاقه کې یې د ظالمانه قوانینو په وړاندې سوله ایز لاریون کاوه.

د بریټانیا صدراعظمې تریزا می هم په دې اړه د خپل هیواد په استازیتوب رسمي بښنه غوښتې او ویلي دي چې دا د بریټانوي هند په تاریخ کې د ننګ یو داغ دی.

بریتانیې تر اوسه ددغې پیښې په اړوند په رسمي توگه بخښنه نده غوښتې، خو ددې هیواد صدراعظمې تریزا می د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې دا پیښه د بریټانوي هند په تاریخ کې د ننګ یو داغ وگاڼه او وویل چې "مونږ په دغه پیښه افسوس کوو".

خو د پنجاب والي امریندرسینگ وایي د آغلې می څرگندونې کفایت نه کوي. هغه وایي ددغه وحشیانه پیښې لپاره "یوه څرگنده رسمي بخښنه" ضروري ده.

همداشان د بریتانیا ملکې دوهمې الیزابت ویلي دي چې د تاریخ نه باید پند واخلو او د هغې په وینا "پدې کې هیڅ شک نشته چې مونږ به دا ورځ تل په یاد ولرو او هیڅکله به هیر نکړو چې څه پیښ شوي دي".

د هند صدراعظم نریندرا مودي په یو ټویټري پیغام کې دغه غمیزه "ډارونکې" گڼلې او ویلي یې دي چې د وژل شویو یادښت "مونږ هڅوي چې نور هم جدي کار وکړو او یو داسې هند جوړ کړو چې هغوی (د پیښې قربانیان) پرې وویاړي".

XS
SM
MD
LG