د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ورا موټر سیند ته لویدلې، ۲۴ کسان پکې وژل شوی


د هند په لویدیځه برخه کې یو موټر چې د واده ورا پکې سپره وه، سیند ته لویدلی او د چارواکو په وینا پدې پیښه کې ۲۴ کسان وژل شویدي.

د پولیسو افسر رجیندرا کومار ویلي دا بس موټر وروسته تر هغه سیند ته ولویده چې ټایر یې وچاودید او د موټروان نه موټر بې کنټروله شو.

پدې پیښه کې پنځه کسان ژوبل شوي هم دي. پولیس وایي پیښه د راجستان په ایالت کې شوې. په هند کې د موټرو په ټکرونو کې معمولاً زیات کسان وژل کیږي ځکه چې اکثریت وخت په موټرو کې د ټاکلې اندازې نه زیات کسان سپریږي. د چارواکو په وینا د ټکرونو نور سببونه د موټر چلونکو بې غوري او د سړکونو خراب وضعیت دی.

ویل کیږي چې په هند کې هر کال یو سل او پنځوس زره کسان د موټرو په ټکر کې وژل کیږي. د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې هم یو بس موټر چې د هندو مذهب د مراسمو ګډون کوونکې پکې سپاره و، د هند په جنوب کې د سړک نه واوښت او لږ تر لږه ۵۵ کسان پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG