د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې ۲۹ کسان وژل شوي


د هند د اترپردیش ایالت په اګرې سیمه کې یو بس د تیز رفتارۍ له کبله له یو پل څخه لاندې غورځيدلی. چارواکي وایي چې په دغې پیښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپي شوي دي.

دغه بس چې د لکنهو ښار څخه د نوې ډهلۍ په لور روان وو د یمنا په لوی سړک باندې د اګرې سیمه کې چپه شوی دی.

چارواکي وایي چې د پيښې پر مهال د بس ډير مسافر ویده وو. د هغو ۱۸ مسافرو څخه چې روغتون ته وړل شوي، د شپږو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

دا معلومه نه ده چې پيښه څنګه رامنځ ته شوې خو په اړه یې د چارواکو څیړنې او پلټنې لا دوام لري.

د ځایې محکمې یو چارواکی بیا وایي چې په غالب ګمان سره د ډیر سرعت له کبله د دغه موټر چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړی و.

په هند کې ترافیکې پیښه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

دا لا معلومه نه ده چې د بس چلوونکی هم په دغه پیښه کې وژل شوی که نه.

د ډیرو ترافیکو پیښو له کبله د هند سړکونه په نړۍ کې تر ټولو خونړي بلل کیږي. په دغو پیښو کې هر کال شاوخوا یونیم لک کسان وژل کیږي او نږدې ۵ لکه ټپیان کیږي.

ډیری وخت دغسې ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ، زړو سړکونو او خرابو موټرو له کبله پيښیږي.

XS
SM
MD
LG