د لاس رسي وړ اتصالات

هند د چین نیول شوی عسکر بیرته هغه هیواد ته وسپاره


د هند پوځ وایي د چین دا عسکر یې د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیوه چې د هند خاورې ته داخل شو.
د هند پوځ وایي د چین دا عسکر یې د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیوه چې د هند خاورې ته داخل شو.

د چین پوځ وایي یو خورد ضابط یې چې د هند خاورې ته تر ننوتو وروسته د هند پوځ نیولی و، نن د چارشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) ورته سپارل شوی.

د چین د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې خورد ضابط وانګ یا لونګ وروسته تر هغه لادرک شوی چې د شپنو یوې ډلې ترې د ژویو د پیدا کیدو مرسته وغوښته.

د هند پوځ هم ویلي چې د چین دا پوځي یې د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه د لداخ په سرحدي غرنۍ سیمه کې ونیوه چې د هند تر کنترول لاندې خاورې ته ننوت.

د هند او چین په دې غرنۍ پوله حالات د می په میاشت کې خراب شول او بیا یوه میاشت وروسته د جون په میاشت کې د دواړو خواو سرتیرو سره د سوکانو د وهلو او تیږو ویشتلو په ګډون تن په تن نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه هندي سرتیري ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول. چین هم تلفات ورکړل، خو په اړه یې جزییات څرګند نکړل.

د تلې میاشتې په دوهمه هند او چین موافقه وکړه چې د همالیا د لانجمنې پولې سیمې ته د نورو سرتیرو له استولو ډډه وکړي، چیرته چې ددې دواړو هیوادونو د قواو ترمنځ د جون په میاشت کې مرګونې تن په تن جګړه شوې وه.

ددې دواړو هیوادو په ګډه اعلامیه ویل شوي وو چې د دواړو هیوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته دغه موافقه ترلاسه شوې ده.

دواړو هیوادونو موافقه کړې چې: د هر ډول «سو تفاهم او ناوړه قضاوت کولو نه ډډه وشي» چې په ستراتیژیکه سیمه کې د نورو نښتو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG