د لاس رسي وړ اتصالات

غیر مسلمانانو ته د هند تابعیت ورکول- مسلمانانو سره تبعیض


د هندوستان مسلمانان: دا قانون د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان منزوي کوي.
د هندوستان مسلمانان: دا قانون د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان منزوي کوي.

د هند د تابعیت قانون د تعدیل پر اساس، د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان سیکانو، هندوانو او مذهبي اقلیتونه چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې هند ته تللي او مېشت شوي، د هند تابعیت ورکول کېږي. مسلمانان له دې قانونه مستثنی شوي دي.

د هند په شمال ختیځ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په دوام شپږ کسان وژل شوي دي او د سې شنبې په ورځ (د ډسمبر ١٧) شپږمه ورځ ده چې د هند ځینې برخې نارامې دي.

د هند په دهلي، چینای، بنگلور او کلکته کې هم مظاهرې پیل شوي. د هند په یوشمېر ختیځو ایالتونو کې ځکه خلک په مظاهرې لاس پورې کړې چې وېره لري له بنګله دېشه به د کډوالو سترې جوپې ورشې په دې مظاهرو کې تر اوسه څه د پاسه سل کسان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ یوشمېر ډلې او د اپوزېسیون ګوندونه هم پردې قانون اعتراض کوي او وايي چې د صدراعظم نریندرا مودي هندو نشلنست ګوند په دې ډول د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان منزوي کوي. خو مودي دا تورونه رد کړي دي.

خلک په تېره بیا په شمال ختیځ اسام ایالت کې راپاڅېدلي او د هغه قانون د بېرته ړنګېدو غوښتنه کوي چې له مخې یې هند ته له پاکستان، بنګله دیش او افغانستانه ورغلیو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، امریکا او اروپایي اتحادیې دې قانون باندې نیوکه کړې ده.


امریکا له دې امله ټولو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې هند ته سفر ونه کړي. امریکا او تر هغه مخکې بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې هند ته د سفر پرمهال له احتیاطه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG