د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کروناویروس د خپریدو له ویرې ځان قرنطین کړ


هند د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره له نړۍ سره خپلې اړیکې پرې کوي. د رپوټونو په اساس هند به د راتلونکې یوې میاشت لپاره یواځې ځینې محدودو هیوادونو ته ویزې ورکوي.

د هند حکومت پریکړه کړې چې سر له جمعې ورځې به د اپریل د میاشتې ۱۵ نیټې پورې هند ته ټول بهرني پروازونه منع وي او یواځې دپلوماتانو او د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته به د تګ راتګ اجازه وي.

نن ورځ د هند په ټولو اخبارونو او نورو چاپي رسنیو کې”د هند د قرنطین کیدو“ خبر په سرو کرښو لیکل شوی و.

د هند د عامې روغتیا د وزات ویاند، سنجیو کمار د پنجشنبې په ورځ ۱۲ مارچ (کب ٢٢) خبریالانو ته وویل: “هند د مخنیوي په اقداماتو تمرکز کوي. زمونږ ټول تمرکز په همدې دی چې څنګه په ګډه کار وکړو او د خلکو ترمنځ د بیمارۍ د خپریدو مخه ونیسو. “

د هند حکومت دغه پریکړه یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس یوه وبا اعلان کړه. چارواکي ویریږي چې د ۱.۳ میلیارد نفوس لرونکي هیواد کې به د دغه ویروس د خپریدو مخنیوی ډیر ګران کار وي.

دا چې په هند کې ډیری روغتیایي مرکزونه او روغتونونه په غټو ښارونو کې دي، د چارواکو په وینا د لرې پرتو سیمو او کلیو اوسیدونکو ته به د روغتیایي خدمتونو رسول لا پیچلی کار وي.

په هند کې تر اوسه یواځې ۷۳ کسان په دغه ویروس اخته شوي خو د اندیښنې خبره دا ده چې په ویروس اخته کسان د هند د شمال نه نیولې تر جنوب پورې په ګڼو ایالتونو کې لیدل شوي دي.

همداراز هند له میانمار سره خپله پوله تړلې او نیپال سره یې پر پوله نظارت ډیر کړی دی.

XS
SM
MD
LG