د لاس رسي وړ اتصالات

۳۱ تنه هندوان د مسلمانانو په وژنه محکوم شول


۳۱ تنه هندوان د مسلمانانو په وژنه محکوم شول
۳۱ تنه هندوان د مسلمانانو په وژنه محکوم شول

په هند کې یوې اختصاصي محکمې نن ۳۱ تنه هندوان محکوم کړل چې د ۲۰۰۲م کال د هند په فرقه یي تشدد کې یې په لسګونو مسلمانان وژلي دي.

قاضي نن، د دوی د محکومیت حکم وکړ ، او ۴١ کسه نور یې بري الُذمه اعلان کړل.

درې دیرش تنه مسلمانان چې په یو کور کې پټ شوي وو، هغه وخت ووژل شول چې قارجنو او پارېدلو خلکو د ګجرات په ایالت کې هغه کور ته بم ورګوزار کړ.

دا پیښه د مسلمانانو په ضد د تشدد په وخت کې شویده چې د زر تنو نه ډیر خلک په کې ووژل شول او اکثره یې مسلمانان وو.

د تشدد دا لړۍ ځکه پیل شوې وه چې اول په یوه اورګاډي باندې په حمله کې ٥٩ هندوان وژل شوي وو. ددې کال په شروع کې محکمې، ددې پیښې له امله یوولس تنه په مرګ محکوم کړل او شل تنه نور یې په عمري بند محکوم کړل.

XS
SM
MD
LG