د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ هند کې ۵۰زره کسان مړه شوي 


هند په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر انسانان مړه شوي
هند په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر انسانان مړه شوي

په هند کې چارواکي وايي چې د کروناویروس له کبله د دوشنبې په ورځ اګست ۱۷(زمري۲۷) ۹۴۱ مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا په دې سره په ټول هند کې د کوویډ۱۹ له کبله د مړه شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۰زرو ته ورسېده.

هند تر امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته څلورم هېواد دی چې کروناویروس په کې ډېر انسانان مړه کړي دي.

هندي مقامات وايي همدا نن په ټول هند کې نژدې ۵۸زره کسان په کروناویروس اخته شوي او په دې سره په هند کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۲.۶ میلیون ته ورسېده.

د هند طبي تحقیقاتي‌ اداره وايي تېره ورځ څه باندې ۷۳۰زره کسانو ځانونه معاینه کړي دي‌ چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

د هند د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د کروناویروس له کبله تلفات دوه په سلو کې دي.

څو ورځې مخکې د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل چې د کوویډ۱۹ ضد د دریو واکسینونونو ازموینې روانې دي‌ او همدا چې سایسنپوهان یې تاید کړي، حکومت به یې وېش پیل کړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي دا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۷۶۰زره کسان مړه کړي او ۲۰.۹ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG