د لاس رسي وړ اتصالات

د هند کرکټ بورډ ۶۴۰ملیونه ډالر جریمه شو


د هند د ممبۍ ښار یوې محکمې د هغه هیواد د کرکټ بورډ اداره د هند د غوره لیګ د یو پخوانۍ لوبډلې «دکن چارجرز» په قضیه کې پړه بللې او امر یې کړی چې د کرکټ بورډ اداره باید دغې لوبډلې ته ۶۴۰ ملیونه امریکایي ډالر تاوان ورکړي.

د هند د کرکټ د کنټرول ادارې په ۲۰۱۲ کال کې د «دکن چارجرز» لوبډله د مالي سرغړونو په تور د آی پي ایل د سیالیو نه وایستله خو د دغې لوبډلې یو حقوقي استازي اسوشیتډپرس ته ویلي چې محکمې پریکړه کړې چې د کرکټ بورډ د ادارې پریکړه غیرې قانوني او د وخت نه مخکې وه.

د هند د کرکټ بورډ ادارې مسؤلینو ویلي چې تر اوسه ورته د محکمې پریکړه نده رسیدلې او د پریکړې د تر لاسه کولو وروسته به د راتلونکو اقداماتو په هکله پریکړه وشي.

د «کوچي ټسکرز کیرالا» لوبډلې هم په ۲۰۱۷ کال کې په محکمې کې د هند د کرکټ بورډ په خلاف همداسې یوه دعوه ګټلې وه.

د هند غوره لیګ سیالۍ (آی پي ایل) په نړۍ کې د کرکټ د ۲۰ اورونو تر ټولو مشهوره سیالۍ دي خو د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا د فساد او لوبو کې د ټګۍ له کبله په جنجال اوښتي دي.

کرکټ بورډ په ۲۰۱۳ کال کې د «راجستان رایلز» او «چنای سوپر کنګز» لوبډلې د درغلیو (سپاټ فکسنګ) په قضیه کې د دوه کالونو لپاره د لوبو نه بندې کړې.

XS
SM
MD
LG