د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي لوبغاړو په نظامي خولیو د پاکستان انتقاد


د هند د کرکټ لوبډلې ملي لوبغاړو د اسټرالیا سره په دریمې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کې چي د جمعي په ورځ (مارچ ۸مه) وشوه، د ورزشي خولیو پر ځای د هند پوځي خولۍ په سر کړې وې.

د هندي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي ویلي چې "دا خولۍ یې د شهیدانو او د هغوي کورنیو ته د درناوي لپاره په سر کړي." ښاغلي کوهلي چې نظامي خولۍ یې په سر وه، وویل چې لوبغاړو پریکړه کړې د دې لوبې فیس د دفاع وزارت یو ځانګړي وجهي صندوق ته ورکړي چې د وژل شویو پوځیانو کورنیو سره مرسته کوي.

داسي ویل کیږي چې د ورزشي خولیو پر ځای د نظامي خولیو په سر کول د پخواني کپتان مهیندار سنګ دهوني نظر و.

دوهني د هند په پوځ کې افتخاري ډګرمن هم دی.

هندي لوبغاړو دا کار د هغو څلویښتو پوځیانو د درناوي لپاره کړی چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول. د جیش محمد وسله والې سخت دریزه ډلې د برید د کولو ادعا کړي. هند په پاکستان تور لګوي چې دې ډلې ته یې ځای ورکړی. هند په پوځیانو د برید نه وروسته په پاکستان کې د جیش محمد ډلې په مرکز هوایي بمبارد هم وکړ چې دواړه هیوادونه یې دریمې جګړې ته نږدې کړي و.

د پاکستان غبرګون:

پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا نه غوښتي چې د هندي لوبغاړو د دې کار پر ضد اقدام وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي "نړۍ وکتل چې هندي لوبغاړو نظامي خولۍ په سر کړې وې، نو آی سي سي دا څنګه ونه کتل؟"

د هندي کشمیر په پلوامې کې په هندي پوځیانو د برید نه وروسته د هند کرکټ بورډ دا هڅه هم کړې چې د کرکټ په نړۍ کې پاکستان ګوښه کړي. د هند کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شورا نه غوښتي چې د پاکستان سره د لوبو کولو سره مقاطعه وکړي خو دا غوښتنه یې نده منل شوې.

د هند یو شمیر اوسیدونکي حتی د خپل ټیم نه دا هم غواړي چې د کرکټ په نړیوال جام کې دې د پاکستان سره لوبه نکوي. د هغوي دا لوبه د جون د میاشتې په شپاړلسمې نیټې د انګلستان د مانچیسټر په ښار کې کیږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG