د لاس رسي وړ اتصالات

په مزار کې د هند پر قونسلګرۍ برید پای ته ورسېد


د بلخ سرپرست والي پخپله د هند پر قونسلګرۍ باندې د بریدګرو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو څارنه کوي
د بلخ سرپرست والي پخپله د هند پر قونسلګرۍ باندې د بریدګرو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو څارنه کوي

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هند پر قونسلګرۍ برید پای ته ورسېد.

ښاغلی فرهاد وايي په برید کې یو پولیس ووژل شو او د دریو ملکي کسانو په ګډون نهه نور پولیس ژوبل دي.

د برید په اړه مخکنی راپور

یو شمیر بریدکوونکو تیره شپه ۹ بجې د بلخ ولایت په مرکز د مزارشریف په ښار کې د هند په قونسلګرۍ باندې هغه وخت برید پیل کړ چې په سیمه کې اوسیدنکو د هند او افغانستان د فوټبال د ملي ټیمونو ترمنځ د سیالۍ ننداره کوله.

په مزارشریف کې امنیتي چارواکي وایي چې ځانګړي ځواکونه هغې ودانۍ ته ورننوتي چې بریدګرو په کې سنګر نیولی دی.

خو لا هم بریدګر په دغه ودانۍ کې له یو پټ ځای څخه په امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور چې د هند په قونسلګرۍ باندې د بریدګرو پر وړاندې پخپله دافغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو څارنه کوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ممکن د بریدګرو شمیر له دریو زیات وي.

د بلخ د ولایت د مرکزي روغتون کې ډاکټران وایي چې تر اوسه د برید له ځای ورته نهه تنه ټپیان چې اوه یې د امنیتي ادارو کارکوونکي او دوه یې ملکي کسان دي وروړل شوي دي.

دمخه د بلخ ولایت د پولیسو قوماندان جنرال سید کمال سادات امریکا غږ ته ویلي وو چې د بریدګرو سره په نښته کې دوه امنیتي موظفین او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي چې لا هم په وقفوي توګه د برید له ځایه د ډزو اواز اوریدل کیږي.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې په دغه برید کې د هند په قونسلګرۍ هندي دیپلوماتانو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

تراوسه په مزارشریف ښار کې د هند په قونسلګرۍ د برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

لومړني معلومات

د بلخ په مرکز مزار شریف کې چارواکي وايي یو شمېر وسله وال چې دقیقه شمېره یې معلومه نه ده، د هند پر قونسلګرۍ په سپکو او درنو وسلو برید کړی.

په مزار کې د امریکا غږ خبریال میرویس بېژن ته چارواکو تر دې دمه یوازې د یو ولسي وګړي د ژوبل کېدو خبره کړې ده.

بېژن وايي لا هم ( په ځايي وخت د شپې ۱۲:۰۰) ډزې روانې دي.

د بلخ والي عطا محمد نور وايي د "سولې یو شمېر دښمنانو او شر خوښوونکو" د هند پر قونسلکرۍ برید کړی دی.

ښاغلي نورپه خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي دي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي چې برید کوونکي وځپي، هغه ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې به زیان نه ورسیږي.

د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دراني د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې د برید کوونکو د ځپلو او سیمې د پاکولو عملیات پیل کړي دي.

د والي ویاند منیر احمد فرهاد ویلي چې تر برید مخکې دوه لويې چاودنې او ډزې وشوې.

د هند قونسلګري د روسيې له قونسلګرۍ سره نژدې ده، د دغې قونسلګرۍ یو چارواکي د تیلیفون له لارې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې برید پر دوی شوی دی.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

دغه برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې هند د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون د سیالیو په پایلوبې کې افغانستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

په مزار شریف کې د هند پر دغه ډیپلوماتیک تاسیسات داسې مهال برید کیږي چې، تېره ورځ یو شمېر وسله والو له پاکستان سره پر پوله پرته، د پاتنکوټ په سیمه کې د هند د هوايي ځواکونو پر اډې بریدونه وکړل او لا هم دوه برید کوونکي مقاومت کوي.

کابل کې ځانمرګي برید

د کابل پولیس وايي نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د هواپېژندنې په سړک کې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر ته چاودنه ورکړه، چې له برید کوونکي پرته کوم بل چا ته ورکې زیان نه دی اوښتی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، په دې برید کې د یو شمیر کورونو او هټیو شیشې ماتې شوې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د پیښې په ځای کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې د برید پر مهال د بهرنیو ځواکونو یو کاروان له سیمې د تیریدو په حال کې وو.

خو عیني شاهدانو وویل چې په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

د کابل پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي خبریالانو ته ویلي چې بریدګر غوښتل خپل چاودیدونکي توکې د هغو په سلګونو بدرګه ککونکو په منځ کې وچوي چې د هند څخه کابل ته د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم هرکلي لپاره هوایي ډګر ته ورغلي وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG