د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مذهبي ازادۍ په هکله د امریکا اندیښنه رد کړې ده


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۱۰ په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په هکله خپل کلنی راپور خپور کړ.

د مذهبي خپلواکۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال کمیسیون په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په هکله په خپل کلني رپوټ کې هند د چین، ایران، روسیې او سوریې هیوادونو په کتار کې راوستی چې په کې د مذهبي آزادۍ شرایط د ځانګړې اندیښنې وړ دي.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې هند د امریکا د متحده ایالاتو هغه حکومتي پلاوي ته هم ویزه نده ورکړې چې غوښتل یې په هغه هیواد کې د مذهبي آزادۍ په هکله څیړنه وکړي.

هند ویلي چې دا ددغه ډول بهرنیو ادارو دنده نده چې ددې هیواد د خلکو حقونه چې په اساسي قانون کې ذکر شوي وارزوي.

د هند حکومت چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې په هغه هیواد کې واکمن دی په پرله پسې توګه پرې انتقاد کیږي چې ددې هیواد پر مسلمان اقلیت باندې بریدونه کوي او دغه هیواد د مذهبونو د آزادۍ او د دیني عبادتونو د مراسمو ساتنه نده کړې.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې حکومت یې د امریکا د متحده ایالاتو ددغه کمیسیون موندنې ردوي او دغه رپوټ مغرضانه ګڼي. هغه وایي چې د هند د خلکو د حقونو په اړه ددې کمیسیون معلومات نیمګړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس په ۱۹۹۸ کال کې د مذهبي خپلواکۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمیسیون جوړ کړ چې په نړیواله کچه د مذهبي آزادۍ په هکله د امریکا د پالیسۍ لپاره سپارښتنې ورکړي.

هند تل ددغه کمیسیون نظرونه او راپورونه رد کړي او د یوې لسیزې راهیسې یې ددغه کمیسیون غړو ته د ویزې د ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو په نوي راپور کې په افغانستان کې پر مذهبي اقلیتونو باندې په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو، سیکانو او هندوانو پر مذهبي ځایونو باندې د بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د داعش ډلې د خراسان څانګه او په ځینو مواردو کې طالبان مذهبي اقلیتونه د هغوی د اعتقاداتو په خاطر او یا د حکومت سره د اړیکو درلودلو په خاطر وژني.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د سیکانو او هندوانو د اقلیت زیات شمیر کسان هند او یا غربي هیوادونو ته تښتیدلي دي او اوس د هندوانو او سیکانو یواځې ۱۲۰ کورنۍ چې شاوخوا ۵۵۰ تنه کیږي په افغانستان کې پاته دي.

XS
SM
MD
LG