د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخ تېرو شرابو په هند کې ۸۴ تنه مړي کړي دي


دغه کسان په یوې اوونۍ کې مړه شوي چې په تېرې یوې لسیزې کې له دې اړخه تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.
دغه کسان په یوې اوونۍ کې مړه شوي چې په تېرې یوې لسیزې کې له دې اړخه تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.

په هند کې پولیس وايي د دغه هېواد په اقتصادي مرکز ممبۍ کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله شاوخوا ۸۴ تنه مړه شوي دي.

دغه کسان په یوې اوونۍ کې مړه شوي چې په تېرې یوې لسیزې کې له دې اړخه تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.

د ښار د پولیسو د کمېشنر مرستیال ډاننجي کلکراني وویل چې دا مهال ۳۱ تنه نور په روغتون کې بستر او درملنه یې کیږي، دوی د چهارشنبې په ورځ د ممبۍ په شمال کې د مالاد په سیمه کې تاریخ تېري او زهرجن شراب څښلي وو.

هغوی د دغو شرابو له څښلو سمدستې وروسته ناروغ شول او بیا روغتون ته ولېږدول شول.

ښاغلي کلکراني د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پولیسو پنځه مشکوک کسان په دې تور نیولي چې دغه زهرجن او له وخته تېر شراب یې راوړي او بیا یې پر بې وزلو کارګرانو پلورلي دي.

په ۲۰۰۴ کال کې د ممبۍ په ویخورولي سیمه کې ۱۰۴ تنه د همدا ډول شرابو د څښلو له کبله مړه شوي وو.

په هند کې د تاریخ تېرو او زهرجنو شرابو له کبله د انسانانو مړه کېدل کومه نوې خبره نه ده، ځکه چې بې وزلي او غریب خلک د معیاري او تازه شرابو د پېرلو توان نلري او تاریخ تېري شراب یې د مرک لامل کیږي.

ویل کیږي چې پر شرابو وخت تېر شي یو ډول وژونکي کیمیاووي مواد پېدا کوي چې څښل یې د انسان د مړه کولو چانس لا پسې زیاتوي.

XS
SM
MD
LG