د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ټاکنې؛ د مودي د تیرې دورې ارزیابي ده


ایا مودي به په برخه لیک جوړونکي ایالتونو کې ټاکنې وگټي؟
ایا مودي به په برخه لیک جوړونکي ایالتونو کې ټاکنې وگټي؟

د هند پارلماني انتخابات په دوو ورځو کې پیلیږي او تر یوې میاشتې زیات به دوام وکړي. په دغو انتخاباتو کې د صدراعظم نریندر موډي ملتپاله بهارتیا جناتا یا بي جي پي گوند او انډین نیشنل کانگرس چې مشري یې راهول گاندي کوي، سیال گوندونه دي.

نریندر موډي په ٢٠١۴ کال کې د اقتصاد د ښه کولو او میلیونونه بې روزگاره خلکو ته د کار موندنې له شعار سره انتخابات وگټل، خو د هغه ځینې اقتصادي پرېکړې تر پوښتنو لاندې راغلې دي.

په هند کې شاوخوا اته سوه میلیونه خلک په انتخاباتو کې د برخه اخیستو شرایط پوره کوي. په تیرو پارلماني انتخاباتو کې شاوخوا پنځه نیم سوه میلیونه خلکو رایې ورکړې وې.

د نړۍ په دې سترې ولسواکۍ کې به انتخابات د اپریل په یوولسمې نیټې پېل شي او د می میاشتې په نولسم به پای ته ورسيږي.

نریندرا مودي د کمپاین په مهال د ډیرو بحث پارونکو مسلو لکه د بې روزگارۍ او د کلیوالي ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

د هند په شمال کې اترپردیش د هیواد تر ټولو گڼ نفوسه ایالت دی او په پارلمان کې ډیر استازي لري چې په انتخاباتو کې د پام وړ نقش لوبوي.

د اُترپردیش ایالت په سوندا نومې کلي کې کروندگر، درمېندر کمار چې د خپل د گنیو حاصلات ټولوي، د صدراعظم نریندرا مودي ژمنې ښه وریادې دي چې پنځه کاله د مخه یې کړې وې او انتخابات یې وگټل.

کمار وایي مودي ورته د درواغو خوبونو ښودلي و چې د حاصلاتو بیه به یې دوچنده زیات شي خو داسې ونشو.

سره له دې چې درمیندر نا هیلې دی خو بیا هم د مودي بهارتیا جناتا گوند ته رایه ورکوي ځکه بله لاره نلري. د حاصلاتو څخه د کمو عایداتو له وجې د کلیو د خلکو نارضایتي د دې سبب شو چې په دسمبر کې د مودي د گوند محبوبیت کم شي.

خو دغه بي جي پي هیله لري چې وروستي اقدامات یې چې کروندگرو ته هر کال ٨٥ ډالره او مځکه ورکول کیږي بیرته به د گوند ملاتړ زیات کړي. دا ژمنه هم شوې چې کروندگرو ته به نغدي مرستې ډیرې شي.

د اُترپردیش ایالت بل ښار میروت چې مودي د خپل ٢٠١٩ کال ټاکنیز کمپاین پیل کړ، اکثره خلک یې بیا د هند له خوا د فبروري په میاشت کې په پاکستان کې دننه د تندلارو په یوه کمپ باندې هوایي برید ته سخت خوشاله وو.

خو د همدغه ښار ځیني خلک بیا د مودي په سابقې باندې نیوکې کوي. مجاهد منصوري د فرقه یي تشدد د زیاتوالي په اړه اندیښمن دی چې افراطي هندوان مسلمانان په نښه کوي.

د اُترپردیش په ښارگوټو او کلیو کې د مودي ملاتړي دي. وروستي نظرپوښتنې ښي چې هغه به په پارلمان کې د دې ایالت له اتیا څوکیو څخه پنځوس وگټي چې په ٢٠١۴ کال ټاکنو کې د ٧١ څوکیو د گټلو سره د پرتلې وړ نده.

په دغه ایالت کې د دوو پیاوړي گوندونو ائتلاف هم دا سیالي گرانه کړې ده خو سیاسي څیړونکي وایي د مودي بي جي پي گوند هیله لري چې مودي به بیا ټاکنې وگټي.

د اُتر پردیش په څیر په مهمو ایالتونو کې د رایه ورکونکو د پریکړې تغییر د هند د برخه لیک جوړونکي انتخاباتو پایلې بدلولی شي.

XS
SM
MD
LG