د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د یو چارواکي د حساب له بندېدو وروسته د فیسبوک مشر احضار شوی

په فیس بوک دا تور دی چې د کرکې نه ډکې لیکنې او محتویات یې ندي لیرې کړي.
په فیس بوک دا تور دی چې د کرکې نه ډکې لیکنې او محتویات یې ندي لیرې کړي.

د سولې او برابرۍ په چارو کې د ډهلي اسامبلۍ د هند لپاره د فیسبوک مسؤل مدیر اجیت موهن احضار کړی چې د یو شمیر تورونو په هکله سپیناوی وکړي.

په فیسبوک دا تور دی چې په نړۍ کې خپل ستر مارکیټ نه د خطرناکو موادو په لیرې کولو کې ناکام شوی.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د اګست په میاشت کې په راپور کې ویلي وو چې فیسبوک پدې نه توانیدلی چې د مسلمانانو په هکله د بهارتیا جانتا د ګوند د یو غړي د کرکې نه ډکه تبصره لیرې کړي. په راپور کې ویل شوي چې فیسبوک دا کار د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په خاطر کړی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور د خپریدو نه وروسته په هند کې په فیسبوک انتقادونه زیات شول او د ټکنالوژۍ دغه ستر شرکت مجبور شو چې د بهارتیا جانتا د ګوند د غړي ټي راجا سنګ حساب وتړي. هغه په فیسبوک کې لیکلي وو: " برما نه راغلي روهینګیایي مسلمانان باید وویشتل شي."

ښاغلي سنګ ویلي چې په فیسبوک کې خپل حساب د تړل کیدو پوښتنه به کوي او دا کار یې د بهارتا جانتا په ګروپ برید بللی.

په هند کې څلورو مشهورو ژورنالستانو او د ټولنیزو شبکو د حقونو فعالینو د ډهلې کمیټې ته د فیسبوک په هکله شکایت کړی و. هغوي د دې کمیټې نه غوښتي و چې په فیسبوک کې د "خطرناکو موادو" په هکله څیړنې وکړي.

دې کمیټې د هند لپاره د فیسبوک د مدیر اجیت موهان نه غوښتي چې د همدې روانې میاشتې په پنځلسمې نیټې حاضر شي او د دغو تورونو په هکله دې ځواب ووایي.

د دې نه وړاندې په امریکا کې د مدني حقونو د فعالینو یوې ډلې هم ادعا کړې وه چې فیسبوک په هند کې د کرکې نه د ډکو معلوماتو په لیرې کولو کې پاتې راغلی او په هند کې د فیسبوک د پالیسۍ د مشر آنکي داس د لیرې کولو غوښتنه یې کوله.

خو د فیسبوک شرکت دا نه مني چې هغوي سیاسي تمایل لري خو دا یې منلې چې د کرکې نه ډکې ویناوې به کنټرولوي.

په هند کې د پارلمان یو بل غړي بیا ویلي چې د فیسبوک نه باید د فبروري په میاشت کې په نوي ډهلي کې په فرقوي شخړو کې د نقش درلودلو یا لاس لرلو په هکله تحقیقات وشي. پدې ناکرراریو کې تقریباً ۵۰ کسان ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان و.

This item is part of
XS
SM
MD
LG