د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په شمال کې ورښتونو سلګونه کسان مړه کړي دي


د هند په بیهار او اوترپرادېش ایالتونو کې د سختو موسمي ورښتونو له کبله یواځې تېره اونۍ څه باندې۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

د برېښنا د مزو پرې کېدل، په ټرانسپورت او نورو خدمتونو کې خنډ او ځنډ د خلکو ژوند نور هم تریخ کړی دی.

د جون میاشتې راپدې خوا په هند کې بارانونو څه باندې ۱۶۰۰ سوه کسان مړه کړي دي. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې کم ساري ورښتونه بلل شوي دي.

د هند اوسېدونکی ابیجات انند وایې چې د څښلو اوبه نه پېدا کېږي او حکومت هرې کورنۍ ته "۳-۴ بوتله اوبه" ورکوي.

حکومت د هغو کسانو لپاره ځېنې خوراکونه برابر کړي دي چې د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره دي. باور دادی چې په کلیو کې به وضعیت تردې هم ناوړه وي او ممکن خلکو ته لازمي مرستې ونه رسېږي.

تېره اونۍ په بیهار کې ۴۰ او په اوترپرادېش کې ۹۰ کسان مړه شول.

په مهاراشترا ایالت کې هم زیات ورښتونه شوي دي. د اوبو د سطحې تر کمېدو پورې ۳۰۰۰ کسان امنو سیمو ته لېږدول شوي دي.

په هند کې موسمې بارانونه له جون نه را په دې خوا پېلېږي او په سپټمبر کې پاي ته رسېږي خو سږکال یې تر اکټوبر پورې دوام وکړ. تمه ده چې تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې د ورښتونو اندازه راټیټه شي.

د هند په شمال کې ورښتونو سلګونه کسان مړه کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG