د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان ته ۱۰۰۰ نوي بسونه ورکوي


ولسشمر غني د چهارشنبې په سهار هند ته ولاړ
ولسشمر غني د چهارشنبې په سهار هند ته ولاړ

افغان چارواکي وایي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ولسمشر غني سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به ۱۶۰ بېلابېلې پروژې عملي کوي.

ښاغلی غني د چهارشنبې په سهار (سپتمبر۱۹) له یو پلاوي سره د یوې ورځې لپاره هند ته ولاړ او له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو چارواکو سره یې ولیدل.

د ارګه اعلامیه وایي چې دواړو مشرانو پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې او هند له افغانستان سره په ډېرو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.

د ارګ اعلامیې کې راغلي د هند لومړي وزیر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به " د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه دې ژر تر ژره د عملي کار د پیلولو زمینه برابره کړي."

لا معلومه نه ده چې په دغو ۱۶۰ پروژو باندې څومره لګښت راځي او کار یې دقیقآ کله پیلیږي. داسې ښکاري چې نوي ډیلي ته د ښاغلي غني دا سفر تر ډېره پر سوداګرۍ او تجارت ورټول و.

اعلامیه وایي چې کابل-ډیلي په دې هم توافق کړی دی چې د "هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته" هم تجارتي پروازونه پیل شي. همدغه راز دا پرېکړه هم شوې ده چې د هند او افغانستان ګډ ټیمونه به د "قیمتي ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د تولید" په برخو کې ژر کار پیل کړي.

هند په تېرو شاوخوا ۱۸کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده او د کابل نژدې ملګری بلل کیږي. ولسمشر غني او لومړي وزیر مودي د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او سیمه ایز امنیت او ثبات باندې هم غږېدلي دي.

XS
SM
MD
LG