د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د غوښې تولید له کمبود سره مخامخ دی


د هند تاریخ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د سختو جگړو شاهد دی
د هند تاریخ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د سختو جگړو شاهد دی

د بهارتیه جنتا واکمن گوند له خوا د مسلخونو د پراخیدو د مخیوي اقدام د مسلمانانو د اندیښنې سبب شوی دی.

د هند په گڼ میشته اوتارپرادیش ایالت کې د خپلسرو مسلخونو ځپنه په داسې حال کې د صدراعظم نریندرا مودي د گوند تر واکمنۍ لاندې ایالتونو ته پراخیږي چې د سخت دریځو هندوانو سیاسي اجندا د هغه هیواد مسلمان اقلیت منزوي کوي.

دغه حرکت هغه وخت پیل شو چې د اوتارپرادیش ایالت په انتخاباتو کې بهارتیه جنتا گوند بریالی شو او د ښاغلي مودي له خوا یوگي ادیتیه نات ددې ایالت د والي په توگه وټاکل شو.

د افراطي هندو ډلې غوښتنه چې وایي د غواگانو حلالول دې بند شي، کیدای شي د مسلمانو تاوتریخوالی راوپاروي. مسلمانان د هند د ١.٣ میلیارد نفوس ١۴ فیصد دي او د غوښې د خرڅلاو صنعت یې په لاس کې دی. په هند کې د غوایي غوښه د میښو نه تولیدیږي.

د هند تاریخ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د سختو جگړو شاهد دی. په ٢٠٠٢ کال کې د مودي په ټاټوبي ایالت گوجرات کې کله چې هغه هلته حاکم و په یوه بلوا کې ١٠٠٠ تنه ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان وو. خو ښاغلي مودي په دې پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د هند د سترې محکمې په تحقیقاتو کې هم د هغه پر ضد څه نه دي موندل شوي.

د اوتارپرادیش ایالت د والي په توگه د مقرریدو سره سم ښاغلي ادیتیه نات د هغو مسلخونو د بندولو امر وکړ چې پرته له لیسنس (اجازې) فعالیت کوي. د بهارتیه جنتا گوند یو لوړپوړي چارواکي ددغه اقدام ملاتړ کړی او هغه یې د گوند د کړنلارې او د ښاغلي مودي د انتخاباتي کمپاین سره سم کار گڼلی دی.

د راجستان، اوتراهاند، چهتیسگهړ او مادیا پرادیش په گډون د بهارتیه جنتا تر واکمنۍ لاندې ایالتونو هم ددغه ډول مسلخونو فعالیت بند کړی دی.

د سه شنبې په ورځ هندو سخت دریځو د ډهلي په یو ښارگوټي کې د KFC د زنځیري رستورانونو یو څانگه په زور وتړله چې د "نوراترا" په نامه د هندوانو د نهه ورځني جشن په ورځو کې یې د چرگانو غوښې خرڅولې. KFC وایي رستورانونه یې په نورو ایالتونو کې نورمال چلیدل.

له بلې خوا هغه مسلمانان چې د غوښې په صنعت کې کار کوي، ډاریږي چې خپلې دندې له لاسه ورنکړي. هغوی په اوتر پرادیش کې مظاهرې هم کړې دي.

د هند د مسلمانو د جماعت قریش د عملیاتي کمیټې رئیس عبدالفهیم قریشي وایي "مونږ د هندوانو احساساتو ته درناوی کوو، او د غواگانو د حلالو مخالف یو، خو دوی دغه کار یواځې د سیاسي لاس ته راوړنو لپاره کوي."

د هند د حکومت د اپوزیسیون، کانگرس گوند غړی او ویاند منیش تیواري وایي د مسلخونو خاوندان باید محکمې ته مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG