د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او چین پر پوله لانجه؛ دواړو خپل پوځ تیارسئ کړ


عکس: ارشیف - د هند او چین سرحدي لانجه
عکس: ارشیف - د هند او چین سرحدي لانجه

د چین او هند ترمنځ د همالیا په شمال کې د دواړو هیوادونو پولې ته څیرمه سیمو کې شخړه لا هم دوام لري او د سیمې دغه دوه سترو ځواکونو په خپلو سرحدونو کې نور ځواکونه هم ځای پر ځای کړي.

خو لوړپوړو هندي مقاماتوویلي چې ددغه حالت سره سره په دپلوماتیکه او پوځي کچه د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې روانې دي چې د بیجینګ او نوي ډهلي ترمنځ کړکیچ ته د حل لاره وموندل شي.

د هند د دفاع وزیر رجنات سینګ ویلي دي چې چین د پام وړ اندازه سرتیري د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي او هند یې په ځواب کې ورته اقدام کړی دی.

هندي مقامات ادعا کوي چې چینایي پوځیان د دریو خواو څخه د هند خاورې ته ننوتي او پدغو ځایونو کې یې پوځي پوستې جوړې کړې دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د لانجې اصلي محور د همالیا په سرحد کې د ګالوان درې او د پانګونګ تیسو د سیند په شاوخوا کې ستراتیژیک ځایونه دي.

د چین او هند ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د رپوټونو له مخې بیجنګ خپل زرګونه سرتیري د همالیا لانجمنې سرحدي سیمې ته واستول.

چین او هند ۳۴۸۸ کیلومتره ګډه پوله لري چې ددغه سرحد په زیاتې برخې دواړه هیوادونه لانجه لري.

تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو ځل بیا وویل چې کولای شي د هند او چین ترمنځ په لانجه کې منځګړیتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG