د لاس رسي وړ اتصالات

په هندي کشمیر کې په ډزو کې یاغیان او پولیس وژل شویدي


india kashmir
india kashmir
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې پولیس وايي دوه تنه مشکوک یاغیان او د پولیسو یو صاحب منصب د همالیې په دغه سیمه کې چې جنجال پرې موجود دی، د ټوپکو په ډزو کې وژل شویدي.

د پولیسو صاحب منصب منوج پنډتا وايي د وژل شوو کسانوعلاوه د هند یو نظامي عسکر ددوشنبې په ورځ د کشمیر په جنوبي کلي ډوډي پوراو، کې په جگړه کې زخمي شویدې.

پنډتا نن وویل چې پولیس فکر کوي چه دغه سړې په پاکستان کی د دیره لشکر طیبه تن وو. کومې مستقلې منبع دا خبر نه دې تایید کړې.
کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوې دې ، او دواړه د غونډ کشمیر د مالکیت دعوه لري.

په ١٩٨٩ کال کې د هند د واکمنۍ په ضد په وسلوال بغاوت کې او د هند په حملو کی چه جگړه ماران ښه ډیر ځپل شویدي، قریب ٦٨٠٠٠ زره خلک وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG