د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په مهارشټرا ایالت کې د غوا د غوښې پر خوړلو بندیز ولګېد


د هند د واکمن بهارتیا جنتا گوند پورې مربوطو د هندوانو مذهبي ډلو د حکومت دغه پرېکړه ستایلې ده خو مسلمانانو غندلې ده.

چارواکو دهند په لویدیځ ایالت مهاراشټرا کې دغوا گانو په قصابۍ او د غوښې په پلورلو پابندې لگولې ده.

د هند د واکمن بهارتیا جنتا گوند پورې مربوطو د هندوانو مذهبي ډلو د حکومت دغه پرېکړه ستایلې ده، خو د هند مسلمانانو اوغوښو پلورونکو ېې غندنه کړې ده.

له نوي ډهلي نه خبریالې انجانه پسرېچه راپور استولی چې د امرکیا غږ بل خبریال سیدسلېمان شاه پښتو کړی دی.

کله چې د مهارشټرا صوبايي چارواکو د پنجشنبی په ورځ د غواگانو په قصابي کولو لگول شوی بند نافذ کړ، له قصابخانو او دممبۍ له معتبرو رسټورانونو او هوټلونو نه یې غوښه لادرکه شوه. خو کومو په لسگونو زرو مزدورانو چې د غوښو د پلورلو یې خپله گوزاره کوله، ېو دم بي روزگاره شول.

دا وخت په مهارشټرا کې د بهارتیا جنتا گوند حکومت دی او پروسږکال یې د صوبايي انتخاباتو په دوران کی ژمنه کړې وه که انتخابات یې وگټل نو هغه مخکنی قانون به نافذ کړي چې په دغه صوبه کی تقرېبا ۲۰ کاله مخکې د خپلې واکمنۍ په دوران د غواگانو په قصابي کولو باندط د پابندۍ لگلو لپاره جوړ کړی و، خو عملي شوی نه و، ځکه چې د بهارتیا جنتا گوند ډېر زر له قدرت لېرې شو.

ددې قانون له مخې هرهغه څوک چې د غوا او یا د غوايي غوښته وساتي او یا یې په مارکیټ کی وپلوري، د پنځو کلونو پورې به محبس کې د قېد سزا تېروي.

زېاتره هندوان غواگانې مقدسې گڼي او د قانون له مخې یې څوک وژلې نه شي، خو دنوي قانون اطلاق له غواگانو نه علاوه د قلبې او کراچېو د چلولو په غوایانو او په کوچنېو خوسکیو باندې هم کېږي.

د ممبۍ د قصابانو د ښاري اتحاديي رئېس محمد علی قرېشي وايي چې بندېز به په لسگونو زره مزدوران، قصابان او تاجران د خپلې روزۍ او نفقې د پېدا کولو نه محروم کړي « ډېر یې داسې دي چې ډېر بې وزلي دي او د ټولنې تر ټولو کمزروې طبقې پورې اړه لري چې نه تعلیم لري او نه پېسې لري چې بل کاروبار پېل کړي.»

محمد علی قریشي زیاته کړه بې له دې چې مهلت ور ته ورکړي، صوبايي حکومت ېو دم بندیز نافذ کړ او په لسگونو زره خلک يې په خپلو کورونو کی کښېناستلو ته مجبورکړل.

په هند کی معمولا د غوايي غوښه مسلمانانو او ځېنو نورو خلکو خوړله ،خو په تېرو څوکلونو کې خارج ته هم صادرات زېات شوي دي او دا مهال په ټوله نړۍ د تازه غوښو دوهم غټ صادرونکی هېواد دی. زېاتره ېې د مېښو او سنډاگانو غوښه صادروله ده.

په مهاراشټرا کی دهندوانو د متعصبې مذهبی ډلې وېشا هندو پرېشاد د هندوانو د نړېوالې شورا عمومي منشي وېنکتېش ابډیو امرېکا غږ ته وویل چې په ټول هند کې به یې په قصابي کولو د بندیز د لگولو لپاره مبارزه پېل کړي.

ده وویل« دا خبره منم چې دا بندېز به د غوښو دپلورلو په کاروبار ناوړه اغېزه ولري خو دا چې د هندوانو لپاره دا ېوه ډېره احساساتي مسله ده، باېد تاوان ېې پر ځان قبول کړو.»

څرنگه چې مسلمانان دغواگانو اوغواېانو د غوښو د پلورلو په کاروبارکی مصروف دي،نو شاېد چې دا مسله سېاسي رنگ غوره کړي او مسلمانان به وانګیري چې هندوان غواړياقتصاد يې

د هند دسېاسی چارو څارونکي په دې نظر دي چې د غوایانو او خوسکو دغوښو په پلورلو باندې پابندي به مسلمانان نور هم شکمنکړي چې د بهارتیا جنتا گوند اصلا غواړي چې په ټول ملک کی دهندوانو سرسختې اجنډا عملي کړي.

په داسې حال کی چې مذهب پال هندوانو ېې ملاتړ کوي، په زرگونو خلکو ېې ډېر سخت مذمت وکه او څو کسانو خو په ټېوټر کی د طنز په ډول ولیکل چې دا ېو ښه خبر دی چې په هند کی دغواگانو د ژوند خوندي ساتل دومره مهم دی لکه چې ښځو د ژوند خوندي کول مهم دي، ځکه چې اوس به یوه غوا وکولی شي بې له دې چې څوک پرې حمله وکړي په تورتم کې راووځي او ازاد وگرځي.

XS
SM
MD
LG