د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس گوند بالیووډ ته: تر انتخاباتو مخکې د مودي فلم مه خپروئ


د مهارشترا ایالت والي فدناویس او د بالیووډ لوبغاړي اوبرای چې د نرندرا مودي رول یې لوبولی
د مهارشترا ایالت والي فدناویس او د بالیووډ لوبغاړي اوبرای چې د نرندرا مودي رول یې لوبولی

د هند د حکومت عمده مخالف گوند کانگرس د هغه هیواد د انتخاباتو له کمیسیون څخه غوښتي چې د بالییوډ له لوري پر نریندرا مودي باندې جوړ شوی فلم دې له راتلونکو انتخاباتو وروسته نندارې ته وړاندې شي.

منتقدین وایي د ښاغلي مودي د ژوند په هکله فلم چې ټاکل شوې د اپریل په پنځمه خپور شي یو پراخ پروپاگند او یوه هڅه ده چې د انتخاباتو څخه شپږ ورځې دمخه نريندرا مودي ته د رایو د جلبولو په مقصد کیږي.

د کانگرس گوند چې هیله من دی مودي ته په انتخاباتو کې ماته ورکړي د دوشنبې په ورځ وویل چې د سینما په پرده د "صدراعظم نريندرا مودي" ښودل د انتخاباتو د قانون ماتول دي او باید د می د میاشتې تر ١٩ چې د هند شپږ اونیز انتخابات پای رسیږي نندارې ته وړاندې نشي.

د کانگرس گوند یو لوړپوي مقام او پخواني وزیر کپیل سایبال خبریالانو ته وویل "دا یو هنري نه بلکه یو سیاسي اقدام دی او مونږ د انتخاباتو له کمیسیون غوښتي چې دې کار ته اجازه ورنکړي".

د بالیووډ سینما دغه فلم د ښي اړخه هندو مشر ژوند انځوروي چې په کوچنیتوب کې یې د ریل گاډي په ستیشن کې چای خرڅاوه او بیا د خپل ایالت گجرات وزیر اعلی شو او د بهارتیا جاناتا گوند د مشر په توگه د ٢٠١۴ کال په انتخاباتو کې یې د کانگرس گوند له واکمني وپرځاوه.

د هند د انتخاباتو د مقرراتو له مخې چې اوس پدې هیواد کې نافذ دي، د اعلانونو، فلمونو او حتي ټولینزو شبکو په گډون د هر ډول محتویاتو خپرول چې انتخاباتي کمپاین وگڼل شي خپرول یې د انتخاباتو د کمیسیون اجازې اړتیا لري.

د هند د انتخاباتو کمیسیون ویلي د فلم له جوړونکو نه یې غوښتي چې د کانگرس گوند ادعاو ته ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG