د کشمیر د پولیسو رئیس جنرال سید جاوید مجتبی گیلاني وویل چې څه دپاسه ١٠٠٠ کسان په تیرو دوو اونیو کې د اعتراضونو د پای ته رسیدو په مقصد نیول شوي دي. په دې وروستیو مظاهرو کې د هند تر ولکۍ لاندې کشمیر کې څه دپاسه ٥٥ ملکیان او دوه پولیس وژل شوي او په زرگونو کسان ژوبل شوي دي.
په کشمیر کې وروسته د جولایی له اتمې چې یو مشهور یاغي قوماندان ووژل شو په گرځیدو راگرځیدو بندیز لگول شوی دی. ددغه قوماندان وژنې پراخ اعتراضونه رامنځ ته کړي دي چې په دې وروستیو کلونو کې په هند کې ساری نه لري.
د دوشنبې په ورځ په لسگونو زره سرتیرو په لارو او کوڅو کې گزمې کولې او د کشمیر په اکثرو برخو کې په گرځیدو بندیز لگول شوی و. په کشمیر کې ددغو اعتصابونو په وجه چې بیلتون غوښتونکي یې شاته ولاړ دي، بازارونه او ښوونځي تړل شوي دي.
له بلې خوا د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د حکومت مخالفو وکیلانو د کشمیر د حالاتو په هکله د هغه هیواد د صدراعظم اندرا مودي په چوپتیا نیوکه وکړه او له حکومت څخه یې ددې کړکیچ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د هند په سنا مجلس کې د کانگرس گوند مشر غلام نبي آزاد د ښاغلي مودي څخه وغوښتل چې د کشمیر د لانجې د حل په مقصد د سیاسي گوندونو غونډه جوړه کړي.
د هند کمونست گوند په خلکو باندې ډزې کول وغندل او ویې ویل چې خلک غواړي د کشمیر د کړکیچ په اړه د صدراعظم مودي په نظر پوه شي.
د ١٩۴٧ کال راهیسې کشمیر د هند او پاکستان د جدایي وروسته په دوو برخو ویشل شوی دی.
هند، پاکستان د کشمیري یاغیانو په روزلو او وسله وال کولو ملامتوي چې د ١٩٨٩ کال راهیسې د کشمیر د آزادۍ او یا هم د پاکستان سره د هغه د یوځای کولو لپاره مبارزه کوي. پاکستان دا خبره ردوي او وایي چې دوی یواځې کشمیریانو ته روحیه ورکوي او د هغوی سیاسي ملاتړ کوي.
د ١٩٨٩ کال راهیسې چې یاغي ډلې د هند د واکمنۍ پر ضد جنگیږي شاوخوا ٦٨٠٠٠ زره کسان چې اکثر ملکیان دي په جگړو کې وژل شوي دي.