د لاس رسي وړ اتصالات

نن هند او پاکستان د کرکټ په میدان کې مخامخ کیږي


د یو عجب تصادف دی چې د کرکټ په نړیوالو جامونو کې تر اوسه پاکستان د هند سره شوې یوه سیالي هم نه ده ګټلې او دا هم جالبه ده چې د کلکتې په میدان پاکستان د هند مقابل کې یوه لوبه بایللې هم نه ده. نو نن که پاکستان ېې وګټي او که هند ېې وګټي نو تیر تاریخ به هم ورسره بدل شي.

د هند د کرکټ ټيم زیات دارو مدار د ویرات کوهلي په توپ وهنه دی
د هند د کرکټ ټيم زیات دارو مدار د ویرات کوهلي په توپ وهنه دی

د کلکتې به میدان کې نن د هند او پاکستان د کرکټ سیالي ذ دواړو ملکونو د خلکو دپاره هم ډیرې یادګاري وي .نن دواړو ملکونو کې زیاتره خلک په همدې سره خبرې کوي چې د کرکټ لوبه به څوک ګټي؟

په هند او پاکستان کې د کرکټ مینه ډیره ده نو ورسره د یو بل سره ېې تربګني هم تاریخي ریښې لري. نو که د ملکونو ترمنځ د جنګ بل میدان نه وي نو د کرکټ میدان ته د جنګ د ډګر په سترګه ګوري او د ژوند او مرګ مسله ورته ښکاري.

دلته کلکته کې د ايډن ګارډن د کرکټ په میدان د لوبې د لیدو دپاره ټول ټکټونه خرجه شویدي .دا چې د کرکټ سیالي د ماښام لخوا کیږي نو د دواړو ملکونو میلنو مینه وال ېې هم په تلویزون ویني. د دې سیالۍ له کبله نن په دواړو ملکونو بله خبره نه کیږي. یوازې کرکټ.

پاکستان به زیات حساب د محمد عامر په توپ اچونه کوي
پاکستان به زیات حساب د محمد عامر په توپ اچونه کوي

د کرکټ په شل اوریز جام کې تر اوسه هند او پاکستان یه یوه یوه لوبه کړې .هند خپله لوبه بایللې او پاکستان ګټلې او په دې اساس ویل کیږي چې هند یو ډول د فشار سره مخ دی.خو بلخوا د کلکتې میدان د هند کور کې دی نو په پاکستان به د تماشیانو فشار وي.

د هند او پاکستان د دې سیالۍ لیدو ته د هند مشهور فلمي ستوری امیتاب بچن او د پاکستان د کرکټ پخوانۍ کپتان عمران خان او نور مشهور هندي او پاکستاني لوبغاړي راځي. لوبه د هند په وخت اووه نیمې بجې او د کابل په وخت شپږ نیمې بجې پیلیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG