د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ډيلي ته: افغانانو ته ویزې ورکول اسانه کړئ


ویل کیږي، چې د ورځې سلګونه افغانان د هند د ویزې اخیستلو لپاره د سفارت مخې ته راټول وي.
ویل کیږي، چې د ورځې سلګونه افغانان د هند د ویزې اخیستلو لپاره د سفارت مخې ته راټول وي.

افغانستان لپاره د هند سفیر منپریت وهرا وايي افغانانو ته د ویزې د ورکولو تګلاره یې نه ده بدله شوې، بلکې ځینې نوي شرایط یې اېښي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي مرستیال وزیر نصیر احمد اندېشه د چهارشنبې په ورځ په همدې اړه له ښاغلي وهرا سره خبرې وکړې.

اعلامیه وايي د هند سفیر ډاډ ورکړ، چې افغانانو ته به د ویزې ورکول د تېر په څېر هماغسې اسانه وي خو"د چارو د ښه تنظیم او فرصت غوښتونکو اشخاصو د غلطې استفادې د مخنیوي لپاره یې یو لړ نوي مقررات ټاکلي دي، چې په کې د ضروري اسنادو ښودل او د ویزې اخیستونکو دقیق معلومات شامل دي".

په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د " فرصت غوښتونکو اشخاصو" څخه هدف څوک دي خو، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې یوې استجوابیه غونډې ته وویل چې، ځینو بهرنیانو په افغان پاسپورټونو د هند د ویزو د اخیستلو هڅه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په همدې اړه د هند له سفیر سره ولیدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په همدې اړه د هند له سفیر سره ولیدل.

ښاغلي رباني ونه ویل چې دا خلک د کومو هېوادونو وګړي وو، مګر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا موضوع پلټي او دا چې د پاسپورټونو په ورکولو کې ډېر دقت کوي.

د هند اندېښنه دا ده چې هسې نه ځيني پاکستاني ورانکاري او افراطیان په افغان پاسپورټونو هند ته داخل شي.

هند، چې د افغانستان د ګاونډي پاکستان سرسخت رقیب دی، له کابل سره ښې اړیکې پالې او په دې وروستیو کلونو کې دغه هېواد ته د افغانانو تګ راتګ زیات شوی دی. ډېر افغانان د تعلیم، درملنې او سیاحت لپاره هند ته ځي.

د هند سفیر ویلي، چې عاجلو افغان ناروغانو ته به د تل په څېر اسانه او له نویو شرایطو پرته ویزې ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG