د لاس رسي وړ اتصالات

د خودمختارۍ له لغوه کېدو وروسته مودي کشمیریانو سره ګوري


د هند حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د کشمیر نیمه خودمختاري لغو کړله او د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو یې بندویزنه ولګول.
د هند حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د کشمیر نیمه خودمختاري لغو کړله او د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو یې بندویزنه ولګول.

ټاکل شوې د هند صدراعظم نریندرا مودي نن پنجشبنه جون ۲۴ (چنګاښ۳) د جمو او کشمیر د جګپوړو سیاسیي مشرانو سره وګوري.

دا د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د هند حکومت د دې اکثریت مسلمانې سیمې خودمختاري یې لغو کړه، لومړی ځل دی چې د هند مشر د سیمې د مشرانو سره ګوري.

د خودمختارۍ تر لغو کولو وروسته د هند حکومت زرګونه کسان چې اعتراضونه یې کول بندیان کړل او په سیمه کې یې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو هم بندیزونه وضع کړل.

د هند حکومت ټینګار کوې چې د همالیا په غرونو کې دا پرته سیمه یې ځکه د فدرالي حکومت سره یو ځای کړله چې هلته د پرمختګ کارونه وکړی شي، د زیربناوو د جوړیدو لپاره پروژې پلې کړي او د کلي په کچه حکومتداري لا قوي شي ځکه چې لس ګونه کاله وشول چې پدې سیمې کې د هند د واکمنۍ په خلاف وسله واله مبارزه روانه ده.

د هند د قانون وزارت همدرانګه په جمو او کشمیر کې د انتخاباتو د کیدو لپاره د اسامبلې او پارلماني حوزو په اصلاح کار پیل کړی.

خو د هند د دې تازه هڅو سره سره، په کشمیر کې خلک د حکومت په نیت اعتبار نلري. په سرینګر کې د پوهنتون یو محصل نثار احمد وایي د کشمیر د سیاسي مشرانو او صدراعظم نریندار مودي د ملاقات نه ډیره توقع نلري.

د کشمیر په درې کې څه باندې ۱۸ میاشتې وشوې چې خلک د لوړ سرعت انټرنیټ نلري. حکومت د جمو او کشمیر د خومختارۍ تر باطلولو وروسته د څو اوونیو لپاره د موبایل ټیلیفونونو خدمتونه هم بند کړي وو.

تر اوسه معلومه نده چې ښاغلی مودي به د کشمیر د مشرانو سره په کومو موضوعاتو وغږیږي. د کشمیر پخواني وکیل محمد یوسف تاریګامي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ملاقات هیڅ اجنډا ورسره شریکه شوې نده.

ښاغلي تاریګامي زیاته کړه چې د سیاسي ګوندونو متحدین هڅه کوي د جمو او کشمیر سیمې ته هماغه پخوانی حیثیت ورکړل شي چې د ۲۰۱۹ کال نه وړاندې و.

د مودي حکومت پدې هکله د رویټرز خبري اژانس پوښتنې ته ځواب ورنکړ.

سره لدې چې هند او پاکستان دواړه د جمو او کشمیر د ملکیت ادعا کوي خو دا غرنۍ سیمه د دواړو هیوادونو تر منځ ویشل شوې او څو ځله یې جګړې هم پرې کړي.

XS
SM
MD
LG