د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د ډهلي په یو بازار کې بم موندلی


پولیسو ویلي چې چاودیدونکي مواد د ګلانو په یو بازار کې په کڅوړې کې ځای پر ځای شوي و.
پولیسو ویلي چې چاودیدونکي مواد د ګلانو په یو بازار کې په کڅوړې کې ځای پر ځای شوي و.

د هند په پایتخت نوې ډهلي کې پولیسو نن جمعه جنوري ۱۴ (مرغومي۲۴) په یوې کڅوړې کې چاودیدونکي مواد میندلي چې د ګلانو په یو بازار کې ایښودل شوي وو.

د پولیسو یو افسر د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې سیمه یې کلابنده کړې او چاودیدونکي مواد یې کشف کړیدي.

د پولیسو دغه افسر وویل، "دا چې کڅوړه چا ایښې وه او څه ډول چاودیدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي و، څیړل کیږي".

په همدې حال کې د پولیسو کمیشنر راکیش استانا د (NDTV) تلویزیوني شبکې ته ویلي چې دا کڅوړه یو مشتري په بازار کې پریښي چې د ګلانو اخیستلو لپاره ورغلی و.

د غازي پور په بازار کې ګلان په عمده توګه پلورل کیږي.

په مطبوعاتو کې همدرانګه ویل شوي چې پولیسو چاودیدونکي مواد چولي دي.

د نوې ډهلي د ګلانو دې بازار ته سهار وختي زرګونه بزګران، بڼوال او کاروباریان د ګلانو د پلور او پېر لپاره ورځي.

په هند کې د جمهوریت د ورځې د لمانځلو لپاره هم چمتوالی روان دی چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په ۲۶مې ولمانځل شي او په پایتخت نوې ډهلي کې به نظامي رسم ګذشت هم وشي.


په نوې ډهلي کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید په ۲۰۰۸ کال کې شوی و. پدې ورخ په څو مغازو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي پرله پسې چاودنې وشوې چې څه باندې ۲۰ تنه پکې ووژل شول او ۹۰ نور ټپي شول.

هندي چارواکي په هیواد کې تل د نا امنۍ او ترهګرۍ ملامتي په ګاونډي پاکستان اچوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG