د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې تر ټاکنو وروسته تاوتریخوالی

د هند په ختیځ ایالت لوېدیځ بنګال کې د دې اوونۍ د ټاکنو وروسته د رامنځته شوي تاوتریخوالي له امله درۍ کسان وژل شوي او په سلګونه کسان نیول شوي هم دي.

په وژل شویو کسانو کې چندرنات رات هم شامل دی، چې د بهارتیا جاناتا ګوند (BJP) د مشر سوویندو ادهیکاري نږدې همکار و. راپورونه وايي چې هغه د چهارشنبې په شپه (د مې ۶مه) په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو مشر سید نات ګوپتا خبریالانو ته ویلي چې په ټول ایالت کې د دغو پېښو په تړاو تر ۲۰۰ زیاتې جنایي دوسیې ثبت شوې دي، او ۴۳۳ کسان نیول شوي دي.

لوېدیځ بنګال د ټاکنو نه وروسته د تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري. د ۲۰۲۱ کال د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته هم ورته نښتو کې لسهاو کسان وژل شوي وو، چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ یې سختې نښتې رامنځته کړې وې.

په هند کې د روانې اونۍ ټاکنو د هغه هیواد سیاسي ډګر کې بیسارې پایلې درلودې چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي د بي جي پي ګوند لوي پرمختګ او په جنوب کې حیرانونکی سیاسي بدلون څرګندوي.

په یوه تاریخي بریا کې، بي جي پي په لویدیځ بنګال کې بری ترلاسه کړی او د ممتا بنرجي د ترینمول کانګرس (TMC) پنځلس کلن واک یې له منځه وړی. په دې ستره بریا کې بي جي پي د ۲۹۳ څوکیو څخه ۲۰۷ ګټلي دي.

سره له دې چې ممتا بنرجي خپله څوکۍ هم د بي جي پي نوماند سوویندو ادهیکاري ته وبایلله، هغې د ماتې منلو او استعفا ورکولو څخه انکار کړی دی.

بل لور ته، په یوه بله حیرانوونکې پېښه کې، د سویلي هند مشهور فلمي ستوری او سیاستوال ویجې په تامل ناډو ایالت کې ستر سیاسي بدلون راوستی دی. د هغه نوي ګوند، تامیلاګا ویټري کژګم (TVK)، په ایالت کې پراخ بری ترلاسه کړی او په ملي کچه په یو جدي سیاسي سیال بدل شوی دی.

د هند صدراعظم نریندر مودي لا دمخه ویجې ته د دې اغېزمنې او تاریخي بریا مبارکي ورکړې، هغه بریا چې تمه کېږي د سویلي هند سیاسي نقشه بدله کړي.

په لویدیځ بنګال کې د بي جي پي ستره بریا یوه تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دا لومړی ځل دی چې دغه ګوند به په ایالت کې د چارو واګی په لاس کې واخلي.

په تامل ناډو کې بیا ټاکنو د یوه پیاوړي سیاسي ځواک په توګه د فلمي ستورو را اوچتیدل هغه بدلون رامنځته کړ چې ډېری خلک یې پدې سیمه کې د سینما او هنرمندانو د زیات نفوذ پایله بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG