د لاس رسي وړ اتصالات

هند خپل کاري ځواک د مصنوعي ځیرکتیا بدلونونو ته چمتو کوي

په داسې حال کې چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له کبله په نړۍ کې صنعتونه د بدلون په حال کې دي، هند هڅه کوي خپل کاري ځواک دغو بدلونونو ته چمتو کړي.

د هند په روزنیزو مرکزونو، دفترونو او ټولګیو کې مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره په یو نوي لومړیتوب بدلېږي.

د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې مسلکي کسان وایي، د چټکو اقتصادي بدلونونو په دې پړاو کې د مصنوعي ځیرکتیا د مهارتونو زده کړه د دندو د خونديتوب لپاره خورا مهمه ده.
فالګوني بهالالا چې د یو بانک د ازموینې مدیره ده، له بدلونونو سره د ځان عیارولو لپاره، د «پایتان» کمپیوټري ژبې په زده کړه باندې له جېبه ۸۰۰ ډالر لګوي. پایتان د مصنوعي ځیرکتیا اصلي ژبه بلل کیږي.

بهالالا وویل: «دا ددې لپاره ده چې خپل مهارتونه لوړ کړم، ترفیع ترلاسه کړم او په دې بازار کې خپله دنده خوندي وساتم.»

هندي شرکتونه هم په زیاتېدونکي توګه خپلو کارکوونکو ته د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو د کارولو روزنه ورکوي، ترڅو د ورځني کار اغیزمنتیا لوړه کړي.

پوهنتونونه د AI اړوند نوي کورسونه پیلوي، او د هند حکومت هم په دې برخه کې د سواد د کچې د لوړولو لپاره وړیا روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي.

د ایمارټیکس روزنیز مرکز اجرائیوي رئیس، نیکهیل برشیکر، وايي که څه هم حکومت ډېر کارونه کوي، خو دا چې هند ډیر لوی هېواد دی، د کافي خلکو روزنې او ددې لپاره وخت ته اړتیا لري.

برشیکر وویل: «موږ اوس په لومړۍ مرحله کې یو او خلک د مصنوعي ځیرکتیا ارزښت او اړتیا درک کوي. خو دا چې له دغو کسانو څخه څومره یې کولی شي مصنوعي ځیرکتیا په خپلو اوسنیو دندو کې په عملي ډول وکاروي، زما په اند لا هم اوږده لاره په مخکې لرو.»

هند د نړۍ تر ټولو زیات ۱.۴ میلیارد نفوس لري چې لږترلږه نیمایي یې له ۳۰ کلونو کم عمر لري. کارپوهان وایي، دغه هېواد له کلونو راهیسې بازار ته د نویو داخلېدونکو میلیونونو ځوانانو لپاره د کافي او باکیفیته دندو د رامنځته کولو په برخه کې له ستونزې سره مخ دی.

مصنوعي ځیرکتیا تقریبا پر هر صنعت اغېز لري. دا بدلون پوښتنه راپورته کوي چې ایا کارکوونکي به وکولای شي د نویو کاري فرصتونو لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کړي که نه.

د جیو انسټیټیوټ سلاکار، وي این راجاسېکرن پيلای، وویل: «دا ډېره مهمه ده چې د ټکنالوژۍ پر بنسټ د زده کړو لپاره اړین بنسټیز امکانات لیرې پرتو سیمو او د ټولنې تر هر وګړي پورې ورسول شي.»

د هند حکومت غواړي هېواد یې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړۍ د مخکښو هېوادونو په کتار کې راشي او همدې موخې ته په کتو، نوی ډیلی د روان کال په پیل کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو په اړه د نړیوالې غونډې کوربه و.

د «کیو ایس» د کاري مهارتونو نړیوال شاخص له مخې، هند مصنوعي ځیرکتیا ته د چمتووالي له پلوه په نړۍ کې دیارلسم مقام لري.

دا درجه‌بندي ښيي چې، د شوي پرمختګ سره سره، د هند ټولو زده‌ کوونکو او کارکوونکو ته د مصنوعي ځیرکتیا د مهارتونو رسول، د یوې سترې ننګونې په توګه پاتې ده.

د صنعت کارپوهان وایي، د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د هند برلاسي په دې پورې اړه لري چې دغه هېواد څومره ژر کولی شي خپل کاري ځواک وروزي او له بدلونونو سره یې عیار کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG