د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د رایه ورکوونکو د نوملړ د بیاکتنې پر سر د مظاهرو دوام

ارشیف
ارشیف

د هند په ځینو برخو کې د حکومت ضد مظاهرې دوام لري. د هند ځوانو فعالانو، د حکومت مخالفو ډلو او د محصلینو سازمانونو د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، په پټنه او ممبۍ ښارونو کې مظاهرې وکړلې.

ځوان فعالان او د اپوزیسیون ډلې د رایه ورکوونکو د نوملړ د جنجالي بیاکتنې له امله د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کوي. دې شخړې د اپوزیسیون او د صدراعظم نرېندرا مودي د واکمن بهارتیا جنتا ګوند ترمنځ سیاسي کړکېچ لا زیات کړی دی.

دوي وایي د رایه ورکوونکو د نوملړ د بیاکتنې پر مهال د ۱۳۰ میلیونو څخه د زیاتو کسانو نومونه له نوملړ څخه ایستل شوي دي. له دې سره داسې تورونه راپورته شوي چې ښايي دغه بهیر د صدراعظم نرېندرا مودي د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په ګټه تمام شي.

د ټاکنو کمېسیون دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هغو رایه ورکوونکو نومونه چې په تېروتنه حذف شوي، بېرته ثبتېدای شي.

په روانه میاشت کې نږدې هره ورځ د هند په بیلابیلو ښارونو کې ورته مظاهرې ترسره شوې دي. لاریون کونکي د ټاکنو د کمېسیون د مشر، ګیانېش کمار، د استعفا غوښتنه کوي.

د کاکروچ جنتا ګوند د خپلو نیول شویو مشرانو په ملاتړ لاریون وکړ او ویې ویل چې د بیرغ په نوم د دغه ګوند لاریون د دوو ګوندي مشرانو په ملاتړ ترسره کیږي . یاد مشران په یوه منع شوې سیمه کې د لاریون له امله نیول شوي وو او پنځه ورځې یې په زندان کې تېرې کړې.

د کاکروچ په نوم د ځوانانو په مشرۍ خوځښت چې مخ په پراخیدو ښکاري، د مودي او د هغه د بهارتیا جنتا ګوند پر وړاندې د مخالفت له مهمو سرچینو څخه ګڼل کیږي.

په هند کې د اعتراضونو اصلي موضوع د رایه ورکوونکو د نوملړ جنجالي بیاکتنه ده. دغه بهیر د مخالفو ګوندونو او فعالانو ترمنځ د رایه ورکوونکو د حقونو او د ټاکنیز بهیر د شفافیت او قانونیت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د ۱۳۰ میلیونو څخه د زیاتو رایه ورکوونکو د نومونو حذف کېدل د ټاکنو له کمېسیون څخه د حساب ورکولو غوښتنو ته لا زور ورکړی دی.

د ټاکنو کمېسیون ټینګار کوي چې د نوملړ بیاکتنه یو قانوني ټاکنیز بهیر دی او دا تورونه ردوي چې ګواکې دوي د واکمن بهارتیا جنتا ګوند په ګټه عمل کوي.

دغه ګوند هم د خپلو سیاسي مخالفانو نیوکې رد کړې او هغوی یې تورن کړي چې د دیموکراتیکو بنسټونو د کمزوري کولو هڅه کوي.

دغه لاریونونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د کاکروچ جنتا ګوند په ګډون د ځوانانو په مشرۍ سیاسي ډلې خپلې هڅې پراخوي او غواړي د واکمن ګوند سیاسي برلاسي وننګوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG