د لاس رسي وړ اتصالات

سپوږمۍ ته استول شوې هندۍ څېړنیزه اله وموندل شوه


د هند فضایي اداره وایي د هغې څیړنیزې الې موقعیت یې څرگند کړی چې د فضایي بېړۍ په وسیله یې سپوږمۍ استولې وه او داسې گمان کیده چې ورکه شوې ده.

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه څیړنیزې وسیلې ته هیڅ ډول تاوان ندی رسیدلی او گمان کیږي چې په ارامه توگه د سپوږمۍ سطحې ته ښکته شوې ده.

خو د هند فضایي ادارې وویل چې دا څیړنیزه اله عادي کار نه کوي او یو اړخ ته ډېر میلان لري.

د ویکرام په نامه څیړنیزې الې سره د هند د فضایي مرکز اړیکه د شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ١٦) پداسې حال کې قطع شو چې دغه وسیله د سپوږمۍ دوه کیلومترۍ ته رسیدلې وه.

سپوږمۍ ته د فضایي بېړۍ او څیړنیزې وسیلې استول د ١۴١ میلیون ډالرو ماموریت و. د هند فضایي ادارې اعلان کړی چې دغه ماموریت په سپوږمۍ کې د موجودو منرالونو د ازمایلو لپاره و او همداشان هڅه به وکړي چې د سپوږمۍ د سطحې نه د نقشې اخیستلو تر څنگ پدغه کره کې د اوبو منابع ومومي.

که دغه هندي څیړنیزه اله په سمه توگه په سپوږمۍ کې ښکته شوې وي، هند له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هیواد دی چې د سپوږمۍ سطحې ته په بریالیتوب سپوږمکۍ استوي.

په همدې برخه کې هند په ٢٠٠٨ کال کې یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په لور استولې وه چې د رادار له لارې یې په سپوږمۍ کې د اوبو زیرمې لټولې.

XS
SM
MD
LG